د کرنې وزارت لهخوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه
۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست او د پوهنې وزارت ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
په دغه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د استملاک او بیا مېشتېدنې ریاست کې جوړه شوې وه د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د پوهنې وزارت د ښونځیو او تاسيساتو د ساتنې رییس مولوي محمد اسحق مقدس ګډون درلود.
ياده ځمکه د پوهنې وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست لهخوا ياد وزارت ته د هلمند ولايت ناوې ولسوالی کې په ۳۳۴۶ متر مربع ځمکه باندې د ښونځي د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د پوهنې وزارت د ښونځیو او تاسيساتو د ساتنې رییس مولوي محمد اسحق مقدس ترمنځ لاسلیک شو.
