د نورستان په مرکز پارون کې د وټرنرۍ کلینیکونو د معیاري کولو لپاره عصري تجهیزات او وسایل ووېشل شول

mail-admin
Thu, Jun 11 2026 12:25 PM
د نورستان په مرکز پارون کې د وټرنرۍ کلینیکونو د معیاري کولو لپاره عصري تجهیزات او وسایل ووېشل شول

۲۱ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ او د «ډي‌ارسي» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د ولایت مرکز پارون اړوند اشټیوي او کوشت کلیو کې د وټرنرۍ سیمه ییزو کلینیکونو د معیاري کولو او د حیواني روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه عصري وسایل او تجهیزات ووېشل شول.
د دې پروګرام له مخې، د دوو وټرنرۍ واحدونو ډاکترانو ته د ۶۲ قلمو بېلابېلو عصري تجهیزاتو او وسایلو مرسته وسپارل شوه، ترڅو د وټرنرۍ خدمتونو کیفیت لوړ او سیمه ییزو کلینیکونه د معیاري فعالیتونو لپاره لا ښه سمبال شي.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ډاکټر بختیار سعید، د «ډي‌ارسي» مؤسسې استازو، قومي مشرانو او د سیمه‌ییزو شوراګانو غړو ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې د«ډي‌ارسي» مؤسسې استازو د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د حیواني روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د خپلو همکاریو په اړه خبرې وکړې. ورپسې د نورستان د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د مالدارۍ سکټور د ودې، د څارویو د وقایې او درملنې د اهمیت او د عصري وترنري خدمتونو د پراختیا په اړه هر اړخیزه وینا وکړه. 
نوموړي ډاډ ورکړ چې د کرنې او مالدارۍ ټول کارکوونکي به د مالدارانو ترڅنګ ولاړ وي او هڅه به وکړي، چې د نوې ټکنالوژۍ او پرمختللو خدمتونو له لارې د مالدارۍ سکټور پیاوړی شي، ترڅو له لږ شمېر څارویو څخه ډېر او باکیفیته محصولات ترلاسه شي.
همدارنګه د نورستان دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ډاکټر بختیار سعید د مالدارۍ سکټور د پرمختګ، د وټرنرۍ خدمتونو د کیفیت لوړولو او د حیواني ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د یادو تجهیزاتو پر ارزښت تخنیکي او مسلکي خبرې وکړې.
د مراسمو په پای کې د شوراګانو په استازیتوب یوه قومي مشر د نورستان د کرنې ریاست او د «ډي‌ارسي» مؤسسې له همکاریو څخه مننه وکړه او دا یې د سیمې د مالدارانو لپاره مهم ګام وباله. وروسته یاد وسایل او تجهیزات د سیمه‌ییزو شوراګانو د غړو په حضور کې مستحقو وترنري ډاکترانو ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده، چې په وېشل شویو تجهیزاتو کې پامیر موټرسایکلونه، یخچالونه، د جراحۍ کېټونه، المارۍ، مېزونه، څوکۍ او د مصنوعي القاح کېټونه شامل وو. تمه ده، چې د دغو تجهیزاتو په مټ به د وټرنرۍ خدمتونو کیفیت لوړ، د حیواني ناروغیو د مخنیوي او درملنې بهیر چټک او د مالدارانو لاسرسی به روغتیايي خدمتونو ته لا پراخ شي، چې په پایله کې به د حیواني محصولاتو په تولید او کیفیت کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي.
د وټرنرۍ کلینیکونو تجهیز او معیاري کول د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا له مهمو لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي. د حیواني روغتیايي خدمتونو پراختیا نه یوازې د ناروغیو په مخنیوي کې اغېزمنه ده، بلکې د غوښې، شېدو او نورو حیواني محصولاتو د تولید د زیاتوالي او د مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هم مهم رول لري.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS