میدان وردګو دوو ولسوالیو کې لسګونو مستحقو بزګرانو ته د سبو تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
Wed, Jun 10 2026 1:02 PM
میدان وردګو دوو ولسوالیو کې لسګونو مستحقو بزګرانو ته د سبو تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د سیدآباد او جلریز ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغان سوله جوړونکې بشري  مؤسسې په ملاتړ، لسګونو مستحقو بزګرانو ته دسبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او یو شمېر کرنیز وسایل ووېشل شول.
د یاد پروګرام په لړ کې لومړی مستحقو بزګرانو ته د سبو د کرکېلې او کورنیو باغچو د جوړولو په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو. په دې روزنه کې ګډونوالو ته د کورنیو باغچو د ارزښت او ګټو، د مناسبو نباتاتو د ټاکنې، دسبو د غذایي ارزښت، د ځمکې د چمتو کولو، د تخم د کرلو لارې چارې او اندازې، د اوبو لګولو مناسبو لارو، د خاورې د مدیریت، د سرو د سم استعمال، د هرزه ګیاوو د کنټرول، د ملچ کارونې، د سبزیجاتو د عامو ناروغیو د مخنیوي او د حاصلاتو د راټولولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
له روزنې وروسته هر مستحق بزګر ته ۲۵ کیلوګرامه توره سره، ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره، ۲۰۰ کیلوګرامه د پیازو اصلاح شوی تخم، یو دانه پلال‌کش، یو دانه بېل او یو دانه کتمن ووېشل شول، ترڅو وکولای شي د سبزیجاتو تولید زیات او د خپلو کورنیو د خوړو او عایداتو په ښه والي کې ترې ګټه واخلي.
ګډونوالو د افغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې او د کرنې ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو څخه د دغو مرستو او روزنیزو خدمتونو له امله مننه وکړه او دا یې د خپلو کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې وزارت او همکارې مؤسسې په هېواد کې د کورنیو باغچو د پراختیا، د خوړو د خوندیتوب د ښه والي او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کوي، چې له لارې یې زرګونه بزګران له اصلاح شویو تخمونو، کرنیزو توکو او مسلکي روزنو څخه برخمن شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS