هرات کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې چارې پیل شوې؛ د کور جوړونې بهیر ته د اسانتیاوو د رامنځته کېدو ژمنه وشوه

mail-admin
Mon, Jun 08 2026 9:03 AM

د هېواد په لوېدیځ زون کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې او د اړوندو چارو د همغږۍ په موخه د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ او په همدې تړاو د هرات ولایت مقام کې ځانګړې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د هرات ولایت مرستیال مولوي ایوب، د اراضۍ ریاست د تصفیې او مالکیت حق تثبیت رییس مولوي نیاز محمد رهبر، د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، د محاکمو، مستوفیت او ښاروالۍ مسؤلینو، د اراضۍ ریاست یو شمېر آمرینو، کارپوهانو، د تثبیت څانګې کارکوونکو او د کرنې ریاست استازو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د هرات ولایت مرستیال له مرکز څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د ملکیت د تثبیت واحد مرکز پرانیستل یې د هرات ولایت لپاره یو مهم او ارزښتناک ګام وباله. نوموړي وویل، چې دغه مرکز به د خلکو د ملکیتونو د تثبیت او د قانوني سرپناه د جوړولو په برخه کې مهم رول ولوبوي او د ولایتي ادارې له لوري به ورسره هر اړخیزه همکاري ترسره کېږي.
ورپسې د کرنې وزارت اراضۍ ریاست پلاوي د هرات ولایت له رهبرۍ او ګډونوالو څخه د همکارۍ له امله مننه وکړه او د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د موخو او ارزښت په اړه یې معلومات وړاندې کړل. پلاوي څرګنده کړه، چې د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم له مخې د هېواد په ټولو زونونو کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکزونه پرانیستل کېږي، څو د ځمکو او ملکیتونو د تثبیت بهیر چټک او خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
پلاوي زیاته کړه، چې د دغو مرکزونو فعالیت به د کور جوړونې په برخه کې شته ستونزې راکمې کړي او هېوادوال به وکولای شي د نافذه قوانینو او اصولو له مخې په اسانه او منظم ډول د خپلو استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې پر مخ یوسي.
د غونډې په پای کې د مالکیت حق د تثبیت څانګې کارکوونکو ته د مسلکي او تخنیکي ظرفیت لوړونې په موخه عملي روزنیز سیمینار هم ترسره شو، چې پکې د ورځنیو کاري ستونزو د حل، د اجراآتو د معیاري کولو او د خدماتو د ښه والي اړوند لازمې لارښوونې او روزنې وړاندې شوې.
د ملکیت د تثبیت واحد مرکزونه د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست له مهمو پروګرامونو څخه دي، چې موخه یې د ملکیتونو د تثبیت، د ځمکو د قانوني اسنادو د تنظیم، د کور جوړونې بهیر ته د اسانتیاوو برابرول او د خلکو د حقوقو خوندي کول دي. د دغو مرکزونو پرانیستل به د اداري چارو د چټکتیا، د حقوقي ستونزو د کمښت او د ښاري او کلیوالي پراختیا د بهیر په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS