د نورستان دکرنې ریاست چارواکو د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې له مسوولینو سره وکتل

mail-admin
Thu, May 21 2026 11:00 AM
د نورستان دکرنې ریاست چارواکو د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې له مسوولینو سره وکتل

۳۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاروکو د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» له مسوولینو سره په ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې. په یاده ناسته کې په نورستان ولایت کې د روانو کرنیزو، اوبولګولو، مالدارۍ، د ځنګلونو د بیارغونې او نورو پرمختیايي پروژو پر وضعیت، لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د ناستې په پیل کې د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»  له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د یادې ادارې له‌خوا په بېلابېلو برخو کې پلي کېدونکې پروژې د بزګرانو، مالدارانو او د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې نورستان د طبیعي سرچینو، ځنګلونو او کرنیزو ظرفیتونو له پلوه ځانګړی اهمیت لري او اړتیا ده، چې د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره لا زیاتې پراختیايي پروژې عملي شي.
همداراز د د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د روانو پروژو د تطبیق بهیر ارزونه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اوبو د سم مدیریت، د مالدارۍ د ودې، د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو وسایلو د وېش، د ځنګلونو د بیارغونې او چاپېریال ساتنې په برخو کې به خپلې مرستې او همکارۍ ته دوام ورکړي.
په ناسته کې د بزګرانو د ظرفیت لوړونې، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمولو، د اوبولګولو شبکو د پراختیا، د نیالګیو کینولو، د ځنګلي سیمو د ساتنې او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په اړه هم تفصیلي بحث وشو. دواړو لورو ټینګار وکړ چې د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه والي او د طبیعي سرچینو دوامدارې ساتنې لپاره ګډې همکارۍ لا پراخې شي.
د غونډې په پای کې د راتلونکو پلانونو، نوو پروژو او د همکاریو د لا پیاوړتیا په اړه مثبتې خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې د اړوندو پروګرامونو د اغېزمنتیا لپاره به ګډه همغږي نوره هم زیاته کړل شي.


دیدار مسئولان ریاست زراعت ولایت نورستان با مسئولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد
۳۱ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان با مسئولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد «اف‌اې‌او» دیدار و پیرامون موضوعات مهم گفتگو کردند. در این نشست، در مورد وضعیت پروژه‌های جاری زراعتی، آبیاری، مالداری، بازسازی جنگلات و سایر برنامه‌های انکشافی در ولایت نورستان، دستاوردها، مشکلات و برنامه‌های آینده بحث همه‌جانبه و تبادل نظر صورت گرفت.
در آغاز نشست، سرپرست ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نورستان از همکاری‌های دوامدار سازمان خوراک و زراعت ملل متحد قدردانی کرده و گفت که پروژه‌های تطبیق‌شده از سوی این اداره در بخش‌های مختلف، نقش مهمی در حمایت از دهاقین، مالداران و حفاظت از جنگلات داشته است.
وی افزود که نورستان از نگاه منابع طبیعی، جنگلات و ظرفیت‌های زراعتی اهمیت ویژه داشته و نیاز است تا برای تقویت اقتصاد مردم، پروژه‌های انکشافی بیشتری تطبیق گردد.
همچنان مسئولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد روند تطبیق پروژه‌های جاری را ارزیابی کرده و اظهار داشتند که همکاری‌ها و کمک‌های‌شان را در بخش‌های افزایش حاصلات زراعتی، مدیریت بهتر آب، رشد مالداری، توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و وسایل زراعتی، بازسازی جنگلات و حفاظت از محیط زیست ادامه خواهند داد.
در این نشست، در مورد بلندبردن ظرفیت دهاقین، کاهش اثرات تغییرات اقلیمی، توسعه شبکه‌های آبیاری، غرس نهال‌ها، حفاظت از مناطق جنگلی و تقویت سکتور مالداری نیز بحث‌های مفصل صورت گرفت.
دو طرف تأکید کردند که برای بهبود وضعیت اقتصادی مردم و حفاظت پایدار از منابع طبیعی، همکاری‌های مشترک باید بیشتر گسترش یابد.
در پایان نشست، پیرامون برنامه‌های آینده، پروژه‌های جدید و تقویت بیشتر همکاری‌ها گفتگوهای مثبت انجام شده و تصمیم گرفته شد تا هماهنگی مشترک برای مؤثریت بیشتر برنامه‌های مربوط افزایش یابد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS