د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول
۳۰ وری ۱۴۰۵ه.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز کې یو شمېر کروندګرو ته د نباتي ناروغیو د مخنیوي او وقایوي تدابیرو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
په دې پروګرام کې کروندګرو ته د پسرلني فصل کښتونو د ساتنې اړوند لازمې لارښوونې وشوې. د سیمې د ارزونې له مخې، د تېر کال په پرتله سږ کال په غنمو کې د ناروغیو کچه کمه شوې او حاصلات ښه شوي دي. همدارنګه، په سبزیجاتو کې هم د ناروغیو کموالی لیدل شوی.
مسلکي کارکوونکو کروندګرو ته سپارښتنه وکړه، چې اصلاح شوي تخمونه وکاروي، کرنیز تناوب مراعات کړي، عضوي سرې وکاروي، وقایوي درملو ته لومړیتوب ورکړي او کښتونه په منظم ډول اوبه کړي.
په پای کې له کروندګرو وغوښتل شول، چې یادې سپارښتنې عملي کړي تر څو د خپلو حاصلاتو کیفیت او کمیت لا لوړ کړي.
