د خوست موسیخېلو ولسوالۍ کې فیلمرغانو ته د واکسین دویم پړاو پلي شو
۲۹ وری ۱۴۰۵ه.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې او د افغان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ، د موسیخېلو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د فیلمرغانو د روغتیا ساتنې او د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه، د (IB+ND) ګډ واکسینو دویم پړاو کمپاین په بریالیتوب سره تطبیق شو.
په دې لړۍ کې نږدې 1000 دانې فیلمرغانو ته واکسین په معیاري او مسلکي ډول ورکړل شول، چې د هغوی د معافیت کچه لوړه او د ناروغیو پر وړاندې یې مقاومت پیاوړی شي.
د یاد کمپاین په پایله کې، د فیلمرغانو روغتیا خوندي شوې او د تولید وړتیا یې لا پیاوړې شوې ده، چې دا به د هګیو او بچیانو د تولید له لارې د مستحقو کورنیو د عاید په لوړوالي او اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
همدا راز، هغه فیلمرغان چې څه موده وړاندې مستحقو کورنیو ته وېشل شوي وو، اوس د مناسبې تغذیې او ښه پالنې له امله د تولید مرحلې ته داخل شوي، هګۍ اچوي او بچیان تولیدوي، چې دا د یادې پروژې بریالیتوب ګڼل کېږي.
