ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

mail-admin
Thu, Apr 09 2026 10:30 AM
ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د پیاوړتیا په موخه د چکډېمونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د همدې پروګرام په لړ کې، د ننګرهار په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه چکډېمونه جوړ شوي، چې د اوبو د زېرمه کولو، د ځمکنيو اوبو د سطحې لوړولو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې یې اغېزمنې پایلې لرلې دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې جوړ شوي چکډېمونه د وروستیو اورښتونو له امله له اوبو ډک شوي دي، چې دا کار د وچکالۍ د کمېدو او د ځمکنيو اوبو د زیاتېدو لپاره یو مهم او هیله بښونکی پرمختګ بلل کېږي.
یاد چکډېمونه د اسلامي امارت او همکارو موسسو په ملاتړ د ننګرهار د کرنې ریاست تر چتر لاندې جوړ شوي، چې اوس د باراني اوبو په راټولېدو سره د سیمې د اوبو د مدیریت په برخه کې عملي رول لوبوي.
د ولسوالیو د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې چکډېمونه له اوبو ډک شوي، چې ورسره به نه یوازې د ځمکنيو اوبو کچه لوړه شي، بلکې کرنیزې ځمکې به هم په ښه ډول خړوبې شي او د حاصلاتو کچه به لوړه شي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې او د وچکالۍ سره د مبارزې په موخه په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر چکډېمونه جوړ شوي دي. که څه هم وروستیو اورښتونو او سیلابونو ځینو سیمو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي، خو بزګران بیا د چکډېمونو له لارې د اوبو زېرمه کېدو ته خوښ دي او دا پروژې د فصلونو د پیاوړتیا او د ځمکنيو اوبو د بیا رغونې لپاره خورا مهمې او ارزښتناکې بولي.
د کرنې وزارت ټینګار کوي، چې د ننګرهار ترڅنګ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د اوبو مدیریت لپاره ورته پروژې پلي شوي او دا لړۍ به د کرنې د دوامدار پرمختګ او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په موخه نوره هم وغځول شي.


پر شدن چکدم‌ها در ننگرهار؛ نتایج امیدبخش برنامه مدیریت آب برای دهاقین
۲۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سال‌های اخیر به‌منظور مدیریت آب، کاهش اثرات خشکسالی و تقویت تولیدات زراعتی در سطح کشور، توجه ویژه‌ای به اعمار چکدم‌ها داشته است. در همین چارچوب، در کنار ننگرهار، در شماری از ولایت‌های دیگر نیز ده‌ها چک‌دم اعمار گردیده که در ذخیره آب، بلند رفتن سطح آب‌های زیرزمینی و آبیاری زمین‌های زراعتی نتایج مؤثری به همراه داشته است.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار می‌گوید که چکدمهای اعمارشده در ولسوالی‌های مختلف این ولایت، در پی بارندگی‌های اخیر از آب پر شده‌اند که این امر یک پیشرفت مهم و امیدبخش در راستای کاهش خشکسالی و افزایش آب‌های زیرزمینی به‌شمار می‌رود.
این چکدم‌ها با حمایت امارت اسلامی و موسسات همکار و تحت چتر ریاست زراعت ننگرهار اعمار گردیده و اکنون با ذخیره آب‌های بارانی، نقش عملی در مدیریت آب در این مناطق ایفا می‌کنند.
براساس معلومات کارمندان ترویجی ولسوالی‌ها، چکدم‌ها در تمامی ولسوالی‌های ننگرهار از آب پر شده که این امر افزون بر بلند رفتن سطح آب‌های زیرزمینی، باعث آبیاری بهتر زمین‌های زراعتی و افزایش حاصلات خواهد شد.
قابل ذکر است که در ۲۲ ولسوالی ننگرهار، در سال‌های گذشته به‌منظور مبارزه با خشکسالی و با توجه ویژه رهبری امارت اسلامی، شمار زیادی چکدم اعمار شده است. هرچند بارندگی‌ها و سیلاب‌های اخیر در برخی مناطق خسارات مالی و جانی نیز به همراه داشته، اما دهاقین از ذخیره آب در چکدمها ابراز رضایت نموده و این پروژه‌ها را برای تقویت حاصلات و احیای آب‌های زیرزمینی بسیار مهم و باارزش می‌دانند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تأکید می‌کند که در کنار ننگرهار، در سایر ولایت‌های کشور نیز پروژه‌های مشابه مدیریت آب تطبیق شده و این روند به‌منظور توسعه پایدار زراعت و مقابله با تغییرات اقلیمی ادامه خواهد یافت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS