خوست کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۳ موټرسایکیلونه ووېشل شول

mail-admin
Mon, Mar 16 2026 1:24 PM
خوست کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۳ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۲۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د کاري اسانتیاوو او پیاوړتیا په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مقام اړوند د عشر او زکات لوی ریاست له لوري ۱۳عرادې موټرسایکیلونه ووېشل شول.
د یادو موټرسایکیلونو په ورکړې سره به د ولسوالیو اړونده چارواکي وکولای شي خپلې کاري چارې په چټکۍ، اسانۍ او ښه همغږۍ سره ترسره کړي. همدا ډول د یادو وسایطو پر مټ به د عشراو زکات راټولول، څارنې او تنظیم چارې لا منظمې او اغېزمنې شي، همدا شان مسؤلین به وکولای شي، چې لرو پرتو سیمو او کلیو ته په اسانه سره تګ راتګ وکړي.
همدارنګه د دغو موټرسایکیلونو په مرسته به د ولسوالیو مدیران وکولای شي له بزګرانو، مالدارانو او د سیمې له اوسېدونکو سره نېغ په نېغه اړیکې ټینګې کړي، د عشراو زکات اړوند پوهاوی به زیات کړي او د عشراو زکات محصولاتو راټولولو بهیر به په منظم او اغېزمن ډول پر مخ یوسي.
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري، د عشر او زکات آمرین او د ولسوالیو مدیران د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مقام او د عشراو زکات لوی ریاست له دوامداره ملاتړ او پاملرنې څخه مننه څرګندوي او ډاډ ورکوي، چې له ورکړل شویو امکاناتو څخه به په مسؤلانه او اغېزمن ډول ګټه پورته کړي، تر څو د عشر او زکات راټولولو او تنظیم بهیر لا پیاوړی او منظم شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ډول اسانتیاوې به نه یوازې د کارکوونکو د کاري وړتیاوو او مورال په لوړولو کې مهم رول لري، بلکې د خدمتونو د کیفیت ښه والي او د چارو د لا چټکتیا لامل به هم وګرځي.


۱۳ عراده موترسایکل برای کارمندان عشر و زکات در خوست توزیع شد
۲۵ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ هـ.ق
در چارچوب ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست، به منظور تطبیق مؤثرتر امور عشر و زکات و فراهم‌سازی سهولت‌های کاری برای مدیران ولسوالی‌ها، ۱۳ عراده موترسایکل از سوی ریاست عمومی عشر و زکات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای کارمندان این بخش توزیع شد.
با توزیع این موترسایکل‌ها، مسوولان مربوط در ولسوالی‌ها قادر خواهند بود امور کاری خود را با سرعت، سهولت و هماهنگی بهتر انجام دهند. همچنان با استفاده از این وسایط، روند جمع‌آوری، نظارت و تنظیم عشر و زکات منظم‌تر و مؤثرتر پیش برده خواهد شد و مسوولان می‌توانند به آسانی به مناطق دوردست و قریه‌ها رفت‌وآمد کنند.
همچنان مدیران ولسوالی‌ها با استفاده از این موترسایکل‌ها می‌توانند با دهقانان، مالداران و باشندگان محل ارتباط مستقیم برقرار کرده، آگاهی‌دهی در مورد عشر و زکات را افزایش دهند و روند جمع‌آوری محصولات عشر و زکات را به گونه منظم و مؤثر مدیریت کنند.
رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست، آمران عشر و زکات و مدیران ولسوالی‌ها از حمایت و توجه دوامدار وزارت زراعت و ریاست عمومی عشر و زکات قدردانی کرده و اطمینان داده‌اند که از امکانات فراهم‌شده به گونه مسئولانه و مؤثر استفاده خواهند کرد تا روند جمع‌آوری و تنظیم عشر و زکات بیشتر تقویت و منظم شود.
قابل ذکر است که فراهم‌سازی چنین امکاناتی نه تنها در بلندبردن ظرفیت کاری و روحیه کارمندان نقش مهم دارد، بلکه سبب بهبود کیفیت خدمات و تسریع امور نیز خواهد شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS