د خوست دکرنې رییس د اړیکو دفتر ولایتي مسوول سره وکتل

mail-admin
Wed, Mar 11 2026 1:30 PM
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیرمحمد ذبیح په دې ولایت کې د اړیکو دفتر«ټي‌ال‌او» ولایتي مسوول محمد علي ځدراڼ سره په ناسته کې د یاد دفتر پر پلي شوي او پلي کېدونکو پروژو خبرې وکړې.

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیرمحمد ذبیح په دې ولایت کې د اړیکو دفتر«ټي‌ال‌او» ولایتي مسوول محمد علي ځدراڼ سره په ناسته کې د یاد دفتر پر پلي شوي او پلي کېدونکو پروژو خبرې وکړې.
یاده ناسته د خوست د کرنې ریاست سلاکار او متخصص بهیر ګل صابري، د پلان او برنامو لوی مدیر اجمل قاسمي او د کرنیزو چارو لوی مدیر عبدالسلام همت یار په ګډون ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د خوست د کرنې رییس د اړیکو دفتر«ټي‌ال‌او»  ولایتي مسؤل ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې مؤسسې له لوري د پخوانیو تطبیق شوو پروژو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې هم ورته کرنیزې او پراختیایي پروژې پلي شي. 
ورپسې د خوست د کرنې ریاست سلاکار او متخصص بهیرګل صابري د سبو، حبوباتو او مېوو د پروسس کولو، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو جوړولو، او همدارنګه د له کمې ځمکې څخه د زیات حاصل ترلاسه کولو په موخه د لوړکیفیت لرونکو بڼونو او شنو خونو د جوړولو غوښتنې مطرح کړې.
په همدې حال کې د اړیکو دفتر«ټي‌ال‌او» ولايتي مسوول ښاغلي ځدراڼ د یادو غوښتنو د پوره کولو ډاډ څرګند کړ او د کرنې ریاست سره یې د همکارۍ په دوام کې یې سل  د سرو املوکو نیالګي او ۲۰۰ د ناکو نیالګي هم وسپارل.
د ناستې په پای کې د خوست د کرنې رییس ددې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS