لغمان ولایت کې د شاهي کانال پروژې استملاکي چارې بشپړې شوې

mail-admin
Wed, Dec 24 2025 3:35 PM
لغمان ولایت کې د شاهي کانال پروژې استملاکي چارې بشپړې شوې

‏۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍ـ.ش
‏۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍ـ.ق
‏‏لغمان ولایت کې د شاهي کانال پروژې د تطبیق په موخه د پروژې په مسیر کې کومې ځمکې او ملکیتونه چې موقعيت درلود استملاک چارې يې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست اړوند د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې ریاست له لورې پیل او په بشپړ بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.
‏یادې استملاکي چارې د دغه ریاست د مسلکي متخصصینو له خوا ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د پروژې په مسیر کې ټول اغېزمن شوي ملکیتونه د دقیقې ارزونې وروسته قیمتونه يې مشخص او استملاک شول.
‏‏یادې چارې په بشپړ شفافه توګه او اداري مسؤلیت‌ پالنې په فضا کې ترسره شوې او د شاهي کانال پروژې د تطبیق لپاره یې لازم شرایط برابر کړل.
‏‏د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست وایي، چې د ملي او عامه‌المنفعه پروژو د پلي کېدو په برخه کې به خپلې چارې د پخوا په څېر، د نافذه قوانینو او ټاکل شویو اصولو په رڼا کې، په پوره ژمنتیا او دوامداره توګه مخته وړي.


تکمیل مراحل استملاک پروژه کانال شاهي در ولایت لغمان
۳ مرغومی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور تطبیق پروژه کانال شاهي در ولایت لغمان، مراحل استملاک زمین‌ها و املاک واقع در مسیر پروژه توسط ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و زیر نظر ریاست ارزیابی، استملاک و بازاستقرار این وزارت آغاز و با موفقیت کامل به پایان رسید.
این مراحل توسط متخصصین مسلکی این ریاست انجام شد و تمامی املاک متاثر از پروژه پس از ارزیابی دقیق قیمت‌گذاری و استملاک گردیدند.
تمامی امور استملاک به‌صورت شفاف و با رعایت مسئولیت‌های اداری انجام شده و شرایط لازم برای تطبیق پروژه کانال شاهي فراهم گردید.
ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تأکید کرد که در بخش تطبیق پروژه‌های ملی و عام‌المنفعه، فعالیت‌های خود را همانند گذشته، مطابق قوانین نافذ و اصول تعیین‌شده با تعهد کامل و به‌صورت مستمر ادامه خواهد داد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS