خوست کې د کیلې کرنه؛ یو بزګر د زحمتونو  په درشل کې نوې هیلې را ژوندۍ کوي

mail-admin
Mon, Nov 24 2025 3:29 PM
خوست کې د کیلې کرنه؛ یو بزګر د زحمتونو  په درشل کې نوې هیلې را ژوندۍ کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت یو تن بزګر، چې له څو کلونو راهیسې د کیلې په کرنه بوخت دی، وایي چې دغه مېوه لرونکی بوټی په دغه ولایت کې په خورا بریالیتوب سره وده کوي او د لومړیو کلونو په پرتله یې د حاصلاتو اندازه او د بوټو شمېر دواړه زیات شوي دي.
نوموړي بزګر د خپلو تجربو پر بنسټ وایي، چې د کیلې بوټی په لومړیو مراحلو کې زیاتو اوبو ته اړتیا لري، خو که لازمې پاملرنې او مناسبې اوبولګونې ته ورته پام وشي، نو خوست ولایت کولی شي د کیلې په تولید کې په ځان بسیا شي. د ده په وینا، د دې بوټي ښه نتیجه نه یوازې د سیمې د بزګرانو لپاره د لوړ عاید لامل ګرځي، بلکې په سیمه کې به د میوو تنوع او کرنیز شهرت لا پیاوړی کړي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین هم د بزګرانو دې نوښت او هڅو ته په درناوي سره وایي، چې اداره چمتو ده د نوو مېوه لرونکو بوټو د ترویج او پراختیا په برخه کې لازمه تخنیکي مشوره او مرستې وړاندې کړي، ترڅو د ولایت کرنیز سکتور لا پیاوړی او تولیدات یې پراخ شي.


کشت کیله در خوست؛ دهقانی که در سایه تلاش‌هایش امیدهای نو زنده شده است
۳ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
یک تن از دهقانان ولایت خوست که از چند سال به این‌سو مصروف کشت کیله می‌باشد، می‌گوید که این گیاه میوه‌دار در این ولایت به‌گونه موفقانه رشد می‌کند و نسبت به سال‌های نخست، هم مقدار حاصلات و هم تعداد نهال‌ها افزایش یافته است.
این دهقان بر اساس تجربه‌هایش می‌گوید که نهال کیله در مراحل ابتدایی نیاز به آب زیاد دارد، اما اگر مراقبت لازم و آبیاری مناسب صورت گیرد، ولایت خوست می‌تواند در تولید کیله به خودکفایی برسد. به گفته او، نتایج مطلوب این بوته نه‌تنها سبب افزایش عواید دهاقین می‌شود، بلکه تنوع میوه و جایگاه زراعتی این ولایت را نیز تقویت می‌کند.
مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست نیز با قدردانی از این ابتکار دهقانان می‌گویند که اداره آمادگی دارد برای ترویج و توسعه بوته‌های میوه‌ای جدید، مشوره‌ها و همکاری‌های تخنیکی لازم را فراهم سازد تا سکتور زراعت در ولایت بیش از پیش تقویت شده و سطح تولیدات افزایش یابد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS