کابل کې د امام ابوحنیفه د ملي او نړۍوال نندارتون په پرانیسته کې د کرنې وزیر ګډون

user-admin
Mon, Nov 17 2025 4:00 PM
اشتراک وزیر زراعت در مراسم افتتاح چهارمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابو حنیفه در کابل

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د امام ابو حنیفه د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل په حضوري چمن سیمه کې د افغانستان د نړۍوالو نندارتونونو په مرکز ترسره شول، د اسلامي امارت د کابینې د یوشمېر غړو، د بهرنیو هېوادونو د استازو، سوداګرو او متشبثینو په حضور کې ګډون وکړ.
د کرنې وزیر په خپلو خبرو کې وویل، چې د کرنې وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ارزښت د ځنځیر په ټولو برخو کې د بزګرانو، مالدارانو او پانګه‌والو ترڅنګ ولاړ دی او د کرنې او مالدارۍ سکټورونو د ودې او پرمختګ په پار ملي او نړۍوالو سوداګرو لپاره د همکارۍ زمینه په بشپړ ډول برابره ده، څو د کرنې او مالدارۍ سکتورونه نور هم وده ومومي. هغه زیاته کړه، که څه هم افغانستان په نسبتاً وچ اقلیم کې موقعیت لري، خو د هېواد اقلیمي شرایط د صنعت، سوداګرۍ، کرنې او مالدارۍ لپاره ډېر مناسب دي. د ښاغلي عمري په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې د اوبو د مدیریت او مؤثرو اوبولګولو سیستمونو د رامنځته کېدو په برخه کې پراخ ګامونه اخیستل شوي دي.
مولوي عطاءالله عمري ټینګار وکړ چې د هېواد کرنه د عصري کېدو او میکانیزه کېدو پر لور روان دی او په همدې لنډه موده کې د اصلاح شویو تخمونو، معیاري نیالګیو او د حیواني نسلونو د اصلاح بهیر په پراخه کچه زیات شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د سړوخونو په جوړولو او بیا فعالېدو سره د کرنیزو محصولاتو ضایعات کم شوي او د مېوو او سبو بیې د حاصلاتو په موسم کې لکه پخوا دومره نه راټیټېږي.
د کرنې وزیر، سوداګرو ته د تولید او صادراتو تمرکز ته په بلنې ورکولو سره وویل، چې افغانستان دا وړتیا لري چې د نړۍوالو بازارونو د اړتیاوو مطابق د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو هر ډول معیاري تولیدات وړاندې کړي. هغه له سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل، چې د افغانستان د صادراتو په برخه کې پر باور جوړونه تمرکز وکړي او د هېواد د محصولاتو لپاره یو روښانه او معتبر برانډ رامنځته کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS