غزني کې دبدیل معیشت او د کوکنارو او نورو مخدره توکو تولیدونکوبوټو دزیانونو په اړه پوهاوی غونډه ترسره شوه 

mail-admin
Mon, Nov 03 2025 2:24 PM
غزني کې دبدیل معیشت او د کوکنارو او نورو مخدره توکو تولیدونکوبوټو دزیانونو په اړه پوهاوی غونډه ترسره شوه 

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «بدیل معیشت او د کوکنارو د زیانونو په اړه د پوهاوي» تر عنوان لاندې یو مهم پوهاوي پروګرام ترسره شو، چې پکې د غزني ولایت ګڼ شمېر بزګرانو او سیمه‌والو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د کرنې رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ګډونوالو ته خبرې وکړې او ویې ویل، چې د کوکنارو کر باید پای ومومي، ځکه دا عمل ټولنې ته جدي زیانونه رسوي. نوموړي زیاته کړه، چې د غونډې موخه د بزګرانو پوهاوی لوړول او هغوی د حلالو، ګټورو بدیل کښتونو پر لور هڅول دي.
ښاغلي شکیب همداراز وویل، چې د کرنې وزارت د بدیل معیشت لپاره ګڼ شمېر طرحې لري او د مېوه لرونکو بڼونو پروژې به ډېر ژر نه یوازې په غزني، بلکې په نورو ولایتونو کې هم پلي شي، تر څو خلکو ته د مشروع عوایدو زمینه برابره شي.
په همدې مهال، یو شمېر ګډون‌والو بزګرانو د کرنې وزارت دغه نوښت وستایه او دا یې د کوکنارو د کښت د مخنیوي په برخه کې ارزښتناک ګام وباله. دوی له دولته وغوښتل چې یوازې بدیل معیشت ته بسنه ونه کړي، بلکې د کرنیزو بندونو او اوبخور شبکو له لارې د اوبو د مدیریت لپاره هم عملي ګامونه واخلي.
یادونه باید وشي، چې غزني یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ډېری خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، او کرنه د دې ولایت د اقتصاد یوه مهمه ستنه ګڼل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS