کندهار کې د پنبې د پروسس او خوراکي توکو د تولید په برخه کې ستره پانګونه

mail-admin
Mon, Nov 03 2025 11:55 AM
سرمایه‌گذاری بزرگ در بخش پروسس پنبه و تولید مواد خوراکی در کندهار

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار په ولایت کې یو کورني پانګوال د شاوخوا ۵.۴ میلیونه ډالرو په شخصي لګښت د خوراکي توکو د تولید او پروسس په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده. پانګه اچوونکی حاجي سلیم کریمي وايي، چې د دې اقدام څخه یې موخه د کارموندنې رامنځته کول، خلکو ته خدمت کول او د هېواد اقتصاد وده ده. 
د نوموړي په وینا، دا پانګونه د کندهار ښار د صنعتي پارک په شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه کې شوې ده او پکې د پنبې پروسس، د چرګانو د دانې، صابون، کنجاړو او غوړیو د تولید برخې شاملې دي. دا مهال شاوخوا ۱۰۰ کسان په دغو فابریکو کې بوخت دي او د برېښنا له برابرېدو سره به د کارکوونکو شمېر ۲۵۰ تنو ته ورسېږي.
کریمي زیاته کړه، چې د چرګانو د دانې د تولید په برخه کې په هر ساعت کې ۲۵ ټنه او د پنبې په برخه کې ۶ ټنه مواد پروسس کېږي. همدارنګه، هره ورځ ۱ ټن صابون، ۳۰۰ پارسل کنجاړه، ۲۰ ټنه مالچ او ۳ ټنه غوړي تولیدېږي او دا محصولات د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته عرضه کېږي.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتواو عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوي شېرمحمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد شرکت له تاسیساتو لیدنه وکړه او د اړینو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
د دې پروژې کارګرانو او انجنیرانو د رامنځته شوو کاري فرصتونو هرکلی وکړ او له نورو پانګوالو یې وغوښتل، چې د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په موخه په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS