هلمند کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
Sat, Oct 25 2025 1:32 PM
هلمند کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان راتلونکو نسلونو خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او ١٨ ولسوالیو کې پر ۱۹ زره مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
د یادې پروسې په ترڅ کې به ١٩زره تنه مستحق بزګران برخمن شي. د هر بزګر لپاره ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره په پام کې نیول شوي دي.
د هلمند کرنې ریاست چارواکي وایي، د دغو مرستو موخه د غنمو د تولید زیاتوالی، د کرنیزو محصولاتو کیفیت لوړول او بزګرانو ته د عملي ملاتړ برابرول دي.
همدا مهال د مستحقو بزګرانو د تشخیص او تثبیت لپاره د سروې چارې پیل شوي، تر څو مرسته د هغو کسانو لاس ته ورشي، چې مستحق او ورته اړتیا لري.
یاده پروسه به په راتلونکو ورځو کې بشپړه او ټول مستحق بزګران به له مرستو څخه برخمن شي.


در هلمند برای هزاران دهقان مستحق تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع می‌شود
۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
به سعی و تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند و با همکاری مالی مؤسسه خیریه «نسل‌های آینده افغانستان»، روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای ۱۹ هزار دهقان مستحق در مرکز لشکرگاه و ۱۸ ولسوالی این ولایت آغاز گردیده است.
در چوکات این برنامه، برای هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود توره و ۵۰ کیلوگرام کود سپینه در نظر گرفته شده است.
مسؤولان ریاست زراعت هلمند می‌گویند هدف از این کمک‌ها افزایش تولید گندم، بهبود کیفیت محصولات زراعتی و فراهم‌سازی حمایت عملی از دهقانان می‌باشد.
در حال حاضر، روند سروی جهت شناسایی و تثبیت دهقانان مستحق آغاز شده تا کمک‌ها به کسانی برسد که واقعاً مستحق و نیازمند می‌باشند.
قرار است این روند در روزهای آینده تکمیل گردد و تمام دهقانان مستحق از این کمک‌ها مستفید شوند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS