ننګرهار کې د طبیعې پېښو له امله زیانمنو ولسوالیو ته ځانګړې پاملرنه کېږي

mail-admin
Wed, Sep 10 2025 4:15 PM
ننګرهار کې د طبیعې پېښو له امله زیانمنو ولسوالیو ته ځانګړې پاملرنه کېږي

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن له مؤسساتو سره په میاشتنۍ ناسته کې د طبیعې پېښو له امله زیانمنو ولسوالېو ته د ځانګړې پاملرنې سپارښتنه وکړه.
ښاغلي محسن وویل: «په تېرو څو لسیزو کې افغانستان طبیعي پېښو ځپلې دې، نو باید همکارې مؤسسې یادې برخې ته خاصه توجو وکړي.» نوموړې د څاڅکو اوبوخور، چکډېمونو جوړولو، دنباتاتو مقاومو نوعو کرلو، بڼوالۍ، اصلاح شوي تخمونو او ځنګلونو جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
دغه راز د همکارو مؤسسو استازو د ننګرهار د کرنې رییس سره ژمنه وکړه، چې د طبیعي پېښو زیانمنو او لرې پرتو ولسوالیو بزګرانو او مالدارانو سره به په بېلا بېلو برخو کې مرستې ترسره کړي.
استازو د مالدارۍ واکسینونو، وترنرۍ واحدونو جوړولو، شاتو مچیو، وزو او میږو وېش، بندونو، سربندونو، اصلاح شوي تخمونو، بڼوالۍ او نورو برخو کې دمرستو د عملي چارو د پیلېدو خبر ورکړ.
دغه راز د ډنمارک کډوالو نړۍوالې ادارې استازي انجنیر عبدالحلیم یوسفزی له لورې دپرزینټیشن په بڼه د یادې ادارې تېر، راتلوونکي او روانو پروژو په هکله معلومات وړاندې شو.


توجه ویژه به ولسوالی‌های آسیب‌دیده از حوادث طبیعی در ننگرهار
۱۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی محمد ولی محسن، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، در نشست ماهوار با مؤسسات همکار، بر توجه ویژه به ولسوالی‌هایی که از حوادث طبیعی آسیب دیده‌اند، تأکید کرد.
آقای محسن گفت: «در چند دهه اخیر افغانستان همواره از حوادث طبیعی آسیب دیده است، بنابر این لازم است که مؤسسات همکار در این بخش توجه خاص داشته باشند.» وی همچنان خواستار همکاری در زمینه آبیاری قطره‌ای، ساخت چکدم‌ها، کشت انواع مقاوم نباتات، باغداری، تخم‌های اصلاح‌شده و ایجاد جنگل‌ها گردید.
همچنان نمایندگان مؤسسات همکار به رئیس زراعت ننگرهار اطمینان دادند که برای دهقانان و مالداران ولسوالی‌های آسیب‌دیده و دوردست در بخش‌های مختلف کمک خواهند کرد.
آنان اعلام نمودند که در زمینه واکسین مالداری، ایجاد واحدهای وترنری، توزیع زنبورهای عسل، بز و میش، ساخت بندها و سربندها، توزیع تخم‌های اصلاح‌شده، باغداری و دیگر عرصه‌ها، کمک‌های عملی را آغاز خواهند کرد.
همچنین انجنیر عبدالحلیم یوسفزی، نماینده اداره بین‌المللی مهاجرت دنمارک، در یک پرزنتیشن، معلوماتی در مورد پروژه‌های گذشته، جاری و آینده این اداره ارائه نمود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS