پکتیا کې د مالدارۍ او کرنیزو توکو خونه پرانیستل شوه
![پکتیا کې د مالدارۍ او کرنیزو توکو خونه پرانیستل شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2019-12/80424850_2920025808022000_8571629179391442944_o.jpg)
۳۰ لېندۍ ۱۳۹۸
پکتیا کې د مالدارۍ او کرنیزو توکو د تولیداتو خونه ددې ولایت د یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.
دغه خونه د بزګرانو او مالدارانو د تولیداتو د ملاتړ په پار فعالیت کوي، چې ور سره به په دې ولایت کې د بزګرانو او مالدارانو تولیداتو ته د بازارموندنې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادې خونې د اداري چارو د پرمخ وړلو په پار چارواکي د ټاکنې له لارې ګمارل شوي دي. دغه خونه د مالدارۍ او کرنیزو توکو د تولیداتو په برخه کې فعالیت کوی.