د دوبي فصل د اصلاح شويو تخمونو د تولید پلان جوړونې ورکشاپ پرانیستل شو

user-admin
Tue, Apr 08 2025 4:43 PM
د دوبي فصل د اصلاح شويو تخمونو د تولید پلان جوړونې ورکشاپ پرانیستل شو


۱۹ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د دوبي د فصل د اصلاح شويو تخمونو د تولید د پلان جوړونې ورکشاپ د کرنې وزارت د اصلاح شويو تخمونو د تصدیق ریاست په تالار کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنې وزارت د ځینو رییسانو او متخصصینو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اف اې او استازو او د اصلاح شويو تخمونو د تولیدوونکو شرکتونو د استازو په ګډون پرانیستل شو.
په دې ناسته کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د اصلاح شويو تخمونو پر تولید ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا بهیر د هېواد د کرنې سکتور د ودې لپاره ډېر مهم دی. نوموړي له شرکتونو وغوښتل چې د کرنې وزارت له خوا ټاکل شوي معیارونه په دقت سره رعایت کړي څو د لوړ کیفیت تخمونه تولید او چمتو شي.
هغه وویل: «په تېرو درې کلونو کې موږ تل له تخم تولیدوونکو شرکتونو سره په تماس کې وو او د هغوی ستونزې مو حل کړې دي. دا لړۍ به همداسې دوام وکړي، خو هغه پلان چې د کرنې وزارت له لوري درکړل کېږي، باید دقیق تطبیق شي او ټول ټاکل شوي معیارونه رعایت شي، ترڅو بزګرانو ته د تخمونو په تولید کې اسانتیاوې رامنځته شي او له کر کیلې څخه ښه حاصلات تر لاسه کړي.»
نوموړي دا هم وویل چې د تخمونو د تولید سربېره، باید د کیفیت مسئله او د بازار آزادي هم په پام کې ونیول شي، تر څو یو آزاد بازار رامنځته شي او بزګرانو ته د لوړ کیفیت لرونکي تخمونه وړاندې شي.
دا ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي او پکې به د دوبي د فصل د اصلاح شويو تخمونو د تولید پلان د کرنې وزارت، د اف اې او سازمان او د تخمونو د تولیدوونکو شرکتونو په همکارۍ جوړ شي.

افتتاح ورکشاپ پلان‌گذاری تولید تخم‌های بذری نباتات تابستان
 ۱۹ حمل ۱۴۰۴  هـ.ش
ورکشاپ پلان‌گذاری تولید تخم‌های بذری نباتات تابستانی در ریاست تصدیق‌دهی تخم‌های بذری وزارت زراعت، با حضور  مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، شماری از رئیسان و متخصصین وزارت زراعت، مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و مسوولان شرکت‌های تولید تخم‌های بذری افتتاح شد.
 مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این نشست بر اهمیت تولید تخم‌های بذری اصلاح‌شده در رشد سکتور زراعت کشور تأکید کرده و از مسوولان شرکت‌های تولید تخم بذری خواستند تا معیارهای تعیین‌شده توسط وزارت زراعت را برای تولید تخم بذری باکیفیت رعایت کنند. وی افزود: "در سه سال اخیر ما همواره با شرکت‌های تخم‌های بذری در تماس بوده‌ایم و مشکلات آنان را حل کرده‌ایم. از این پس نیز این روند ادامه دارد، اما پلانی که از سوی وزارت زراعت به شما ارائه می‌شود باید به‌صورت دقیق تطبیق شده و تمامی معیارهای تعیین‌شده رعایت گردد تا مشکلات دهقانان در زمینه تولید تخم بذری برطرف شود و آنان بتوانند از کشت آن حاصلات بیشتری به دست آورند."
وی همچنین تاکید کرد که باید در کنار تولید تخم‌های بذری، کیفیت آن‌ها و آزادانه بودن فروش تخم‌ها نیز در نظر گرفته شود تا بتوانیم یک بازار مستقل برای تخم‌ها ایجاد کنیم و به دهقانان باکیفیت‌ترین تخم‌ها را عرضه نماییم.
ورکشاپ به مدت دو روز ادامه خواهد داشت و در آن، پلان چگونگی تولید تخم‌های بذری نباتات تابستانی توسط وزارت زراعت، با همکاری سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و شرکت‌های تولید تخم‌های بذری اصلاح‌شده تنظیم خواهد شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS