د ننګرهار ولایت د شنې قطعې نوی قوماندان معرفي شو

mail-admin
Mon, Dec 02 2024 1:44 PM
مولوي محمد حسن د ننګرهار ولایت د شنې قطعې (د ځنګلونو د ساتنې قطعې) د نوي قوماندان په توګه معرفي شو. دا پرېکړه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د کورنیو چارو وزارت په همغږۍ ، د ننګرهار د والي په غوښتنه شوې ده.

۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
مولوي محمد حسن د ننګرهار ولایت د شنې قطعې (د ځنګلونو د ساتنې قطعې) د نوي قوماندان په توګه معرفي شو. دا پرېکړه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د کورنیو چارو وزارت په همغږۍ ، د ننګرهار د والي په غوښتنه شوې ده.
تر دې مخکې، د ننګرهار د شنې قطعې مسؤلیت د قوماندان سیار پر غاړه وه. د نوي قوماندان د معرفۍ مراسم د افغانستان د ځنګلونو د رییس ملا سراج الحق میرویس ذاکري، د کورنیو چارو وزارت د شنې قطعې لوی قوماندان مولوي عبدالحلیم یاسین، د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محسن او د شنې قطعې د یو شمېر سرتېرو په ګډون ترسره شول.
د دې ګومارنې موخه د ننګرهار په ولایت کې د ځنګلونو د ښه مدیریت او ساتنې پیاوړتیا بلل شوې ده.

معرفی قوماندان جدید قطعه سبز ولایت ننگرهار
۱۲ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی محمد حسن به‌عنوان قوماندان جدید قطعه سبز «قطعه محافظت از جنگلات» ولایت ننگرهار معرفی شد. این تصمیم با هماهنگی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و وزارت امور داخله و براساس درخواست والی ننگرهار اتخاذ شده است.
پیش از این، مسوولیت قطعه سبز ننگرهار را قوماندان سیار به عهده داشت. مراسم معرفی قوماندان جدید با حضور ملا سراج الحق میرویس ذاکری، رئیس جنگلات افغانستان، مولوی عبدالحلیم یاسین، قوماندان عمومی قطعه سبز وزارت داخله، مولوی محسن، رئیس زراعت ننگرهار و شماری از نیروهای قطعه سبز برگزار شد.
هدف از این اقدام، تقویت مدیریت و حفاظت از جنگلات در ولایت ننگرهار عنوان شده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS