د بودیجې لګښت او د پرمختیايي پروژو پلي کولو بهیر ارزونه

user-admin
Sun, Dec 01 2024 9:36 AM
د بودیجې لګښت او د پرمختیايي پروژو پلي کولو بهیر ارزونه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري په مشرۍ د پرمختیايي پروژو د پرمختګ او د روان کال پرمختیايي بودیجې د لګښت د ارزونې لپاره یوه ناسته وشوه. په دې ناسته کې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند او د سکتوري ریاستونو رئیسانو ګډون درلود.  
 د کرنې وزارت ته  د بېلابېلو پروژو د تطبیق لپاره پرمختیايي بودیجې ځانګړې شوې دي. په دغو پروژو کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرامونه، د مالدارۍ او د څارویو روغتیا پراختیا، د سړو خونو جوړول او بیارغونه، د اوبولګولو ساختمانونه، د کرنې وسایلو پیرودل او د طبي وحشي نباتاتو د تنظیم چارې شاملې دي.  
مولوي عطاالله عمري په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې پروژې باید په خپل وخت او په لوړ کیفیت سره بشپړې شي، څو یې خلکو ته ګټه ورسېږي. هغه وویل: «اړوند ریاستونه مکلف دي، چې پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره پای ته ورسوي. افغانستان یو کرنیز هېواد دی او خلک له موږ څخه د خدمت تمه لري. موږ باید د جامع پلانونو په عملي کولو سره ښکاره لاسته راوړنې ولرو.»  
دغه راز، د چرګانو، کبانو او اقتصادي حشرو د صنعت ودې، د طبیعي ځنګلونو د بیا رغونې او ساتنې، د څرځایونو تنظیم، د افغانستان د خاورې معلوماتي سیستم د مطالعې، د اوبو د ایستلو شبکو جوړولو او د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې برابرولو پروژې د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې شامل دي.  
سربېره پر دې، د اینجې نبات دودول، د شنو خونو جوړول، په بلخ ولایت کې د نایتروجن مایع تولیدي ماشین د تجهیزاتو جوړول او د شیدو لرونکو غواګانو د فارمونو د ایجاد لپاره د امکان‌سنجۍ مطالعې هم د کرنې وزارت د روان کال پرمختیايي برنامو برخه ده.  
د ناستې په پای کې، د بېلابېلو ریاستونو مسئولینو د پرمختیايي پروژو د پرمختګ په اړه خپل کاري راپورونه وړاندې کړل.

بررسی روند مصرف بودیجه و تطبیق پروژه‌های انکشافی در وزارت زراعت
۱۰ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی پیشرفت پروژه‌های انکشافی و مصرف بودیجه انکشافی سال جاری، به ریاست مولوی عطاءالله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در این وزارت برگزار شد. در این جلسه، ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت و رئیسان سکتوری حضور داشتند.
 بودیجه انکشافی برای وزارت زراعت جهت  تطبیق پروژه‌های مختلف در نظر گرفته شده است. این پروژه‌ها شامل برنامه‌های ملی باغداری و مالداری، انکشاف مالداری و صحت حیوانی، اعمار و ترمیم سردخانه‌ها، ساختمان‌های آبیاری، خرید تجهیزات زراعتی و تنظیم نباتات طبی وحشی به اشتراک جامعه می‌باشند.
مولوی عطاءالله عمری در این جلسه بر تکمیل به‌موقع پروژه‌ها تأکید کرده و گفت: «ریاست‌های مربوطه مکلف‌اند پروژه‌ها را در وقت معین و با کیفیت بالا تکمیل کنند تا مصدر خدمت به مردم باشند.» وی افزود: «افغانستان یک کشور زراعتی است و مردم از ما انتظار خدمت دارند. ما باید با پلان‌های جامع و تطبیق آن، دستاوردهای ملموس داشته باشیم.»
همچنین، پروژه‌هایی نظیر رشد صنعت طیور، ماهی و حشرات اقتصادی، احیا و حفاظت جنگلات طبیعی، تنظیم علفچرها، مطالعه سیستم معلومات خاک افغانستان، اعمار شبکه‌های زهکشی و تهیه تخم اصلاح‌شده و کود کیمیاوی در دستور کار این وزارت قرار دارند.
علاوه بر این، ترویج نبات هنگ، ایجاد سبزخانه‌ها، اعمار تجهیزات دستگاه تولید نایتروجن مایع در ولایت بلخ، و مطالعات امکان‌سنجی برای ایجاد فارم‌های گاو شیری نیز بخشی از برنامه‌های انکشافی وزارت زراعت برای امسال است.
در پایان جلسه، مسئولان ریاست‌های مختلف به ارائه گزارش‌های کاری و پیشرفت پروژه‌های انکشافی پرداختند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS