هلمند کې د زعفرانو ۱۵ ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
Sat, Jul 27 2019 1:47 PM
هلمند کې د زعفرانو ۱۵ ننداریزې قطعې جوړیږي

۵ زمری ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي د دودولو په پار د زعفرانو ۱۵ ننداریزې قطعې جوړوی. په همدې موخه د هلمند د کرنې ریاست ددې ولایت پر ۱۵ بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په موخه د زعفرانو پیاز او د زعفرانو د کرکېلي اړونده توکي وېشلي دي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د زعفرانو د دودولو په پار ۱۵ ننداریزې قطعې جوړیږي. د ښاغلي الکو په خبره ددغو ۱۵ ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر ۱۵ بزګرانو د زعفرانو پیاز، حیواني سره، توره او سپینه سره، د زعفرانو وچولو ماشینونه، ځانګړي جامې، ماسکونه، تشتونه، د زعفرانو راټولولو جالۍ، فینسونه، دست کشې، بېلچې، لورونه، د زعفرانو ساتلو بوتلونه او ۲۰۰ کیلو ګرامه ویټا واکس درمل وېشل شوي دي. د هلمند دکرنې رییس دغه راز وویل، چې ددغو توکو ترڅنګ یادو بزګرانو ته د قلبې او د ځمکې د هوارولو لګښتونه هم ورکړل شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. هغه وویل، چې د هلمند ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله پراخه شي.
دغه ننداریزې قطعې د هلمند د مرکز لښکرګاه ترڅنګ ددې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې هم جوړیږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS