اروزګان کې د زعفرانو لس ننداریزې کروندې جوړېږي

naim.rezai
Wed, Jul 14 2021 3:48 PM
اروزګان کې د زعفرانو لس ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰
د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي د ترویچ په پار پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو تخم «پیاز»، کیمیاوي سرې، تقویتي درمل او اړین توکي وېشلي دي، چې له مخې یې ددې ولایت په مرکز ترینکوټ او یوشمېر ولسوالیو کې د زعفرانو لس ننداریزې کروندې جوړېږي.
د زعفرانو پیاز او کرنیزې بستې ددې ولایت د مرکز او یوشمېرولسوالیو پر مخکښو بزګرانو وېشل شوي دي.
د کرنې وزارت، په اروزګان کې د زعفرانو ۱۰ ننداریزې  کروندې جوړوي، چې هره ننداریزه کرونده یې په نیم جریبه ځمکه کې جوړېږي او د هرې ننداریزې کروندې د جوړولو په پار ۵۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز، کیمیاوي سره، تقویتي درمل او یو کرنیزه بسته وېشل شوې ده.
د اروزګان د کرنې ریاست وایي، چې د اروزګان ولایت دزعفرانو کرکېلي او تولید له پاره ښه مناسب اقلیم لري، او په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله د کمیت او کیفیت له پلوه ښه نتیجه ورکړې ده.
په دې وروستیو کلونو کې د اروزګان په ځینو سیمو کې د زعفرانو کرکېله ترویج شوې ده. د اروزګان د کرنې ریاست هیله لري چې، ډېر ژر په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله او تولید زیات شي.
د یادونې وړ ده، هغو مخکښو بزګرانو ته چې، ورته د زعفرانو ننداریزې کروندې جوړېږي، د کرنې وزارت د زعفرانو متخصصینو له لورې ورته د زعفرانو کرکېلي، حاصل ټولولو او پروسس په برخه کې عملي او نظري زده کړې هم ور کولکېږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS