ننګرهار کې د شاتو تولید د پراختیا په پار هڅې؛ د شاتو مچیو ۳۰۰ روزونکو سره مرسته وشوه

content_admin
Sun, Jul 11 2021 2:54 PM
ننګرهار کې د شاتو تولید د پراختیا په پار هڅې؛ د شاتو مچیو ۳۰۰ روزونکو سره مرسته وشوه

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰
ننګرهار چې، د ځانګړې هوا او غوره کرنیزو تولیداتو له کبله هميشه بهار يې هم بولي د بېلابېلو شاتو او ګلانو په لرولو سره د شاتو د توليد په برخه کې د هېواد تر ټولو مخکښ ولايت دی، خو ددې ولایت د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د یاد ولایت د شاتو تولیدات لا ډېر کړي. په همدې موخه یاد ریاست تل ددې ولایت د شاتو مچیو پالونکو سره مرستې او همکارۍ کوي، چې ددغو مرستو په دوام داځل هم ددې ولایت د ۲۲ ولسوالیو له ۳۰۰ شاتو مچیو پالونکو سره د شاتو مچیو د پالنې د اړونده توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انعام الله صافی وایي، چې په دغو مرسته شویو توکو کې موم، د درملو شېندلو پمپ، خوراکه، بوشکې، د شاتو ټولولو پنجې، درې سایزه بوتلونه، د لوګي پمپ، خولۍ، د ملکو د لېږدونې قفسچې، د پیوندي ملکو د تولید حجري او نور اړونده توکي شامل دي، چې په دې ولایت کې د شاتو تولید زیاتوالي او د شاتو مچیو پالونکو د ملاتړ په پار پر دوی وېشل شوي دي.
ښاغلی صافی وایي، چې په ننګرهار کې د شاتو مچیو نږدې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه شتون لري، چې تر ۴۵زره د شاتو کورنۍ په کې روزل کیږي، چې سږکال ترې ۵۵۰ ټنه شات ترلاسه شوي دي.
د چارواکو په خبره، د ننګرهار د شاتو مچیو په فارمونو کې له ۲۲ تر ۳۰ ډوله د شاتو مچۍ شتون لري او په دغو فارمونو کې نږدې دوه زره ښځینه او نارینوو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په دې وروستیو کلونو کې په ننګرهار کې د شاتو مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان، چې په دې ولایت کې د مچیو فارمونه لري، وايي چې د شاتو مچیو په ساتلو سره یې تر ډېره برېده اقتصادي ستونزې هوارې شوي دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.
د کرنې وزارت له خوا د دولت، موسسو، شاتو مچیو روزونکو او د شاتو تولیدوونکو ترمنځ د اړیکو ټینګولو او بازار موندنې په پار ننګرهار ولایت کې د شاتو مچیو ټولنه هم جوړه شوې ده. دغه ټولنه د کروندګرو او شاتو مچیو روزونکو د ستونزو هوارولو ترڅنګ د شاتو مچیو صنعت ته د ودې ورکولو او د شاتو د تولید په برخه کې هم کار کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS