لغمان کې۸۶ جریبه متراکم بڼوڼه کېنول شوې دي

mail-admin
Tue, Jun 29 2021 10:21 AM
لغمان کې۸۶ جریبه متراکم بڼوڼه کېنول شوې دي

۸ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالۍ  ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژې (HVCDSP) په همکارۍ د لغمان ولايت مرکز مهترلام او ددې ولايت قرغيو ولسوالۍ کې د بڼوالۍ پراختيا او ودې په پار د ليمو او خوږو نارنجو ۸۶ متراکم بڼونه کېنول شوې دي.
دبڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټوري پروژې چارواکي وايي،  چې د لغمان مرکز مهترلام  او ددې ولایت قرغیو ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د لیمو او خوږو نارنجو ۸۶ جریبه متراکم بڼوڼه کېنول شوي دي. د چارواکو په خبره  یاد بڼوڼه۶۵ بزګرانو ته کېنول شوې او په ټولیزه توګه ۲۰۹ ښځینه او ۲۲۵ تنه نارینه ګټه ترې پورته کوي.
یاد بڼونه په مسلکي توګه د پروژې د کارکوونکو له خوا کېنول شوې او له دودیزو هغو سره خورا ډېر توپیرونه لري، د بېلګې په توګه؛ په دودیز ډول کېنول شوې بڼونه پنځه کاله وروسته حاصل ورکوي خو هغه بڼونه چې،  په مسلکي توګه کېنول کېږي دوه کاله وروسته حاصلات ورکوي او همدارنګه د دودیزو هغو په پرتله ۲۰ چنده زیات حاصلات ورکوي.
 د متراکمو بڼوڼو کېنول له یوې خوا د هوا د حرارت دکمښت په برخه کې موثر دي او له بلې خوا د چاپېریال ساتنې په برخه کې خورا رغنده رول لوبوي.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژه (HVCDSP) یوه پراختیايي پروژه ده، چې د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د متراکمو بڼونو، سړو خونو جوړولو، په قطره ای ډول د اوبو لګولو، تیشو کلچر لابراټوارنو او همدارنګه کرنیزو سوداګرو سره د بلاناغه مرستو په برخو کې کار کوي.
 ياده پروژه، چې د آسیايي پراختیايي بانک (ADB) له خوا تمویل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا پلي کېږي،  په ټوله کې دا پروژه د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د زېربناوو او آسانتیاوو د ښه والي او همدارنګه د بڼوالي د محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره ملي ظرفیت ته وده ورکوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS