لغمان کې د تېلي نباتاتو ۳۰ ننداريزې کروندې جوړېږي

content_admin
Tue, Jun 22 2021 5:06 PM
لغمان کې د تېلي نباتاتو ۳۰ ننداريزې کروندې جوړېږي

۱چنګاښ ۱۴۰۰
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې دتېلي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا او د تولید زیاتوالي په پار د تېلي نباتاتو ۳۰ ننداریزې کروندې جوړوي. یاد ننداریزې کروندې، چې په کې لمرګل او کونځلې شامل دي د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې جوړېږي.
د لغمان د کرنې رييس محمدجمیل خوشحال وايي، چې د دغو ننداريزو کروندو د جوړولو په پار پر يوشمېر بزګرانو د يادو نباتاتو تخمونه او کيمياوي سرې وېشل شوي دي. د ښاغلي خوشحال په خبره په دې ولایت کې د لمرګل ۲۰ او د کونځلو ۱۰ ننداریزې کروندې جوړېږي، چې د جوړولو په پار یې هر بزګرته د لمرګل ننداریزو کروندو جوړولو په پار د لمرګل څلور کېلو اصلاح شوې تخم او ترڅنګ یې ۲۵ کیلو «ډي،ای، پي» او ۵۰ کیلو یوریا سره وکړل شوي دي او دغه راز د کونځلو ۱۰ ننداریزو کروندو جوړولو په پار هر بزګر ته د کونځلو درې کیلو اصلاح شوې تخم او ترڅنګ یې ۲۵ کیلو «ډي،ای، پي» او ۵۰ کیلو یوریا سره وکړل شوي دي.
د دغو ننداریزو کروندو د جوړولو موخه د صنعتي او تېلي نباتاتو دودول او دغه راز د نویو بوټو پېژندل دي، چې تر دې دمه بزګران د یادو نباتاتو له کرکېلي او تولید سره بلد نه دي.
د یادو ننداریزو کروندو په جوړولو سره، د برخمن شویو بزګرانو ترڅنګ نور بزګران هم کولی شي، چې د یادو بوټو د کرکېلي او روزنې لارې چارې زده کړي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست په پام کې لري، چې د منظمو ترویجې او تشویقي برنامو په لاره اچولو سره په دې ولایت کې د یادو ارزښت لرونکو نباتاتو د تولید او پروسس صنعت پیاوړي کړي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS