لغمان کې پر يوشمېر مېرمنو د کرنيزو محصولاتو د پروسس توکي ووېشل شول

mail-admin
Sat, Jun 19 2021 3:16 PM
لغمان کې پر يوشمېر مېرمنو د کرنيزو محصولاتو د پروسس توکي ووېشل شول

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د "RADP-E" موسسې په همکارۍ ددې ولايت مرکز مهترلام او قرغيو ولسوالۍ پر يوشمېر مېرمنو د کرنیزو محصولاتو د پروسس توکي وېشلي دي.
د لغمان د کرنې رييس محمدجميل خوشحال وايي، چې ددې مرستې په ترڅ کې هرې مېرمنې ته، یو ۳۰ کیلویي دیګ، یوه ۱۵ لیټره ګاز ډبه، ۳ دانې ۱۷۵ لیټره داوبو ډرمونه، ۳ دانۍ تشتونه، یو دانه ګازي نغری او ۳۰۰ مختلف نوعه پلاستيکي بوتلې ور کړل شوي، چې د کرنيزو محصولاتو د پروسس په موخه ترې ګټه پورته کېږي.
د ښاغلي خوشحال په خبره ددغو توکو د وېش موخه د بېوزله کورنيو د خوړوخونديتوب ترڅنګ بې وزله مېرمنو ته په کور دننه د کار زمينې برابرولو له لارې د دوی اقتصاد ته وده ورکول دي، ترڅو دوی په خپلو پښو ودرېږي او پرځان بسيا شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS