لغمان کې کرونا ځپلو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو بزګرانو سره نغدې مرستې وشوې

content_admin
Sat, May 29 2021 1:38 PM
لغمان کې کرونا ځپلو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو بزګرانو سره نغدې مرستې وشوې

۸ غبرګولی ۱۴۰۰
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «FGA» موسسې په تخنیکي همکارۍ د یاد ولایت د الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو درې زره کرونا ځپلو او د طبیعي پېښو له امله په زیانمنو بزګرانو د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت نغدې مرستې وېشلي دي.
د لغمان دکرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وویل، چې، یاد بزګران د کرونا وبا او طبیعي پېښو له  امله زیانمن شوي ول او له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ ول، چې هرې کورنۍ ته ۳۸۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادې مرستې په وېش غونډه کې، د لغمان مرستیال والي پوهنوال دوکتور خواجه محمددعصامي د لغمان دکرنې ریاست او همکارو موسسو څخه مننه وکړه، چې  د ټولنې د یو مهم قشر(بزګر) لاسنیوی کوي.
هغه وویل «هیله ده، چې ټولنیز عدالت ته په پام د لغمان له ټولو بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې شي.»
د لغمان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره، تېرکال هم له یادو بزګرانو سره د غنمو د اصلاح شویو تخمونو، یوریا او DPAسرو مرستې شوي دي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS