ارزګان کې د شړشمو د کرکېلي د پراختیا په پار هڅې

naim.rezai
Mon, Apr 05 2021 2:35 PM
رزګان کې د شړشمو د کرکېلي د پراختیا په پار هڅې

۱۶ وری ۱۴۰۰
د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د شړشمو دکرکېلي پراختیا او لا ترویج په پار یې په ترویجي بڼه هڅې چټکې کړي دي.
د ارزګان ولایت د کرنې ریاست د چارواکو په خبره د نورو ګڼو کرنیزو حاصلاتو او تولیداتو تر څنګ یې د شړشمو د پراختیا په پار دوه ننداریزې کروندې جوړې کړي، چې خورا ښه پایله یې ورکړي دي. د دوی په ټکو د شړشمو د ننداریزو کروندو تر څنګ به د نورو تېلي نباتاتو ننداریزې کروندې هم په راتلونکي کې جوړې کړي.
د ارزګان د کرنې ریاست په وینا د شړشمو کرکېله په ارزګان ولایت کې په وحشي بڼه په نورو حاصلاتو کې دوی دی، چې سږ کال یې د پراختیا او لا پېژندنې په پار د کرنې ریاست له لوري ننداریزې کروندې او عامه پوهاوی هغه چارې دي، چې د شړشمو د پراختیا په پار ترسره شوي دي.
د یاد ولایت کروندګر د شړشمو کرکېلې، ترویج او پراختیا په پار ی د مرکز سربېره په ولسوالیو کې هم د کښت غوښتنونکي دي تر څو له ګلانو څخه یې د شاتو په ډېرښت او د وېښتانو تېلو په تولید کې کار واخلي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS