‎دلغمان والي: دنيالګيو کېنولو ترڅنګ د ونو او بوټو پالنې ته هم پاملرنه وکړئ

content_admin
Thu, Mar 11 2021 9:44 AM
‎دلغمان والي دنيالګيو کېنولو ترڅنګ د ونو او بوټو پالنې ته هم پاملرنه وکړئ

۲۱ کب ۱۳۹۹
د لغمان په ولايت کې د کب شلمه د نيالګيو کېنولو ملي ورځ ونمانځل شوه او په ترڅ کې يې، د ۶۰ زره زينتي او ۱۰۰ زره بيرې نيالګيو د کېنولو لړۍ هم پيل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان والي رحمت الله يارمل، دکرنې رييس محمد جميل خوشحال او يوشمېر نورو سيمه ييزو چارواکو او ددې ولايت اوسېدونکو شتون درلود.
د لغمان والي رحمت الله يارمل ددې ولايت  له اوسېدونکو و غوښتل، چې د نيالګيو کېنولو ترڅنګ دې د ونو او بوټو پالنې ته هم پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس محمد جميل خوشحال ددې ولايت د سمسورتيا او زرغونتيا په اړه تر هر اړخيز مالومات وروسته وويل، چې د بڼونو جوړولو او  نورو نيالګيو د کېنولو ترڅنګ به سږکال هڅه وکړي، چې په دې ولايت کې څه باندې ۱۵۰زره زينتي او د بېرې نيالګي کېنوي.
   لغمان د تودو ولايتونو په ډله کې ده، چې د نيالکيو اېښودو چارې په کې د سلواغې په مياشت کې پيل او د وري تر مياشتې دوام کوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS