د سوداګریزې کرنې د پراختیا په پار افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي له مرستیال سره د کرنې وزیر کتنه

content_admin
Wed, Feb 24 2021 2:20 PM
د سوداګریزې کرنې د پراختیا په پار افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي له مرستیال سره د کرنې وزیر کتنه

۶ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د خپل کار په دفتر کې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي مرستیال آرناوټ پاولس سره وکتل.
په دې کته کې دواړو خواوو د کرنې له وزارت سره د اروپایي ټولنې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې. په دې غونډه کې د اروپایي ټولنې د ټولنیز پراختیا د برخې رییس ویم ریپما هم ګډون درلود.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پلاوي مرستیال په دې لیدنه کې وویل یاده ټولنه غواړي، چې د کرنې وزارت او اروپایي ټولنې ترمنځ همکارۍ لا ډېر شي. د هغه په ټکو، اروپایي ټولنه لېوالتیا لري، چې د کرنې وزارت سره د بڼوالۍ او مالدارۍ به برخه کې لاډېرې مرستې آو همکارۍ وکړي او دغه راز یاده ټولنه غواړي، چې د سوداګریزې کرنې او د کرنیزو محصولاتو ځنځیري ارزښت د ودې په برخه کې د کرنې وزارت سره مرستې وکړي.
ښاغلی پاولس خبر ورکړ، چې اروپایي ټولنه د امید پروژې لپاره ۱۷ میلیونه یورو ځانګړې کړې ده.
د اروپایي ټولنې مرستیال وویل، یاده ټولنه لېوالتیا لري، چې د وړتیالوړنې، تخنیکي، اسټانډارډ کولو او تجهیز په برخه کې د کرنې وزارت سره مرستې وکړې.
د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، هغوی ته  ښه راغلاست وویل او د افغانستان دکرنې په برخه کې د اروپایي ټولنې له مرستو څخه د قدردانۍ ترڅنګ، د کرنې وزارت د برنامو، پلانونو،  ددې وزارت د لاسته راوړنو او دغه راز د ۱۴۰۰ام کال د احتمالي وچکالۍ په هکله خبرې وکړې.
ښاغلی احدي وویل، د کرنې وزارت غواړي، چې د افغانستان کرنه په بنیادي ډول پراختیا ومومي او یاد وزارت د مارکېټ پر پراختیا تمرکز لري او باید زموږ د هېواد کرنه مارکېټ محور او سوداګریزه وي او د افغانستان کرنیزو تولیداتو لپاره باید نړیوال بازارونه وپلټل شي، چې په دې برخه کې د اروپایي ټولنې همکارۍ ډېرې اغېزناکې دي.
دغه راز د کرنې وزیر وویل، چې موږ د کرنیزو محصولاتو پر لا ښه پروسس، بسته بندۍ او پیاوړتیا کار کوو او په یادو برخو او د وړتیالوړنې په برخه کې د اروپایي ټولنې د لاډېرو مرستو غوښتونکي یو.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS