د سبو پلازمېنه کې د سبو د کرکېلې د نویو لارو چارو دودولو هڅې

mail-admin
Sun, Jan 31 2021 3:28 PM
لغمان

۱۲ سلواغه ۱۳۹۹
لغمان، چې د افغانستان د سبو د پلازمېنې په نوم شهرت لري، د ورځې لسګونه موټره سابه مرکزې ولایتونو په ځانګړې توګه کابل ته صادروي.
بېنډۍ، رومي بانجان، تور بانجان، بادرنګ، کدو، کدوګک، پالک، پیاز، کچالو، ګندنه، ګلپي، کرم، کاهو، شلغم، سره او سپینه ملی، ترایي او تره او یوشمېر نور ترکارۍ د هغو سبو له ډلې څخه دي، چې په لغمان کې په ځانګړې توګه  د لغمان مرکز مهترلام او ددې ولایت د علینګار، علیشنګ او قرغهیو په ولسوالیو کې ډېر کرل کېږي.
د لغمان ولایت د سبو ډېری برخه مرکزې ولایتونو له ډلې کابل ته صادرېږي. په لغمان کې د سبو راټولولو ۱۵ مرکزونه فعالیت لري، چې ددغو مرکزونو له لارې سابه راټول او بیا مرکزې ولایتونو ته صادرېږي. په دې برخه کې شاوخوا لس زره کسان په کار بوخت دي. د لغمان سابه تر غزني او بغلان ولایتونو هم رسېږي.
خو په دې وروستیو کې د لغمان دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د سبو د دودیز کرکېلي ترڅنګ بزګرانو ته د سبو د کرکېلي نوې لارې چارې او نوې بڼې ورزده کړي. په همدې موخه په دې ولایت کې یوشمېر لوی او کوچنۍ شنې خونې جوړې شوي دي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدجمیل خوشحال وایي، چې ددې ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې بزګرو ته ۳۱۹بابه شنې خونې جوړې شوي دي، چې په دې ولایت کې د کرکیلې لپاره د شنوخونو جوړېدا سره سم د بزګرو کاروبارغوړېدلی دی.
ښاغلی خوشحال وايي، چې د شنوخونو په جوړېدو سره د سبو کرکیلې نوې بڼه خپله کړې، چې بزګران هم له نویو هیلو سره دغه کار ته مخه کړې ده.
په لغمان کې د شنوخونو له دودېدو ډېر وخت نه تېرېږي. دغه نوښت هم کروندګر لېوال کړي او هم پېرودونکي د تازه سبو له رانیولو خوښ دي.
شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس لغمانیانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي او د شنوخونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي، چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS