پروان ولایت کې د سرو بانجانو حاصلات ډيرشوې
۲۹ لیندی ۱۳۹۹
د پروان ولایت د کرنې او بولګولو او مالدراۍ ریاست په یاد ولایت کې د سرو بانجانو حاصلاتو د ډیروالې خبر ورکوي او وایې، سږکال د سروبانجانو حاصلات له ۴۵ زره ټنه څخه زیات دي.
د کرنې وزارت د احصاییه د معلوماتو په اساس تیرکال په پروان ولایت کې په یوزرو او ۹۳۵ هکتاره ځمکه د سرو بانجانو کښت شوی وه او له هغه ۳۶ زره او ۷۳۵ ټنه حاصلات لاسته راغلې وه. مګر، د سږکال یې حاصلات له اته زره او ۳۰۰ ټنه څخه زیات ډیروالی ښکاره کوي.
د پروان ولایت د کرنې رییس عبدالوهاب خیرزاد وایې، د مناسب اقلیم، د کاري وسایلو ویش، د نوې تکنالوژې پیژندنې او ددې کښت بېلابېلې ورایټې د سروبانجانو د حاصلاتو د زیاتوالی لاملونه دي.
سږکال په پروان ولایت کې نږدې په دوه زره او ۹۶۸ هکتاره ځمکه د سرو بانجانو کښت شوي وه.