د بلخ د شاتو سږني تولید ۱۵ ټنو ته ورسېد

content_admin
Mon, Dec 14 2020 3:10 PM
د بلخ د شاتو سږني تولید ۱۵ ټنو ته ورسېد

۲۴ لیندۍ ۱۳۹۹
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شاتو د سږني تولید کچه ۱۵ مټریک ټنو ته رسېدلې ده.
د بلخ د کرنیزو چارو آمر ذبیح الله زوبین وایي: «له نېکه مرغه د بلخ دشاتو سږني تولید ۱۵ ټنو ته رسېدلې ده، دا په داسې حال کې ده، چې دتېرکال کچه ۱۲ ټنه وه. دا شمېره د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.»
ښاغلی زوبین وویل، چې د بلخ د شاتومچیو د روزونکو شمېر ۴۵۶ تنو ته رسیږي او د شاتو مچیو روزنې په برخه کې په درېیو ټولینو کې فعالیت لري. د هغه په خبره، د بلخ ولایت د شاتومچیو د صندوقونو شمېر ۱۸۹۷ ته رسیږي.
د چهارکنت، شولګرې، دولت آباد، نهرشاهي، شورتپه، خلم، بلخ، دهدادي او چمتال ولسوالۍ د بلخ ولایت د شاتو اصلي تولیدوونکي سیمې دي.
ښاغلی زوبین زیاته کړه: «د شاتو بیې په هغو ګلونو تړې ده، چې د شاتو مچۍ ترې تغذیه کوي. د بېلګې په توګه د چهارکنت ولسوالۍ د سمسول ګل تولید شوي شات کیلو په زر افغانۍ، د پنبې دګل تولید شوي شات کیلو په ۷۰۰ افغانۍ او د دهدادي ولسوالۍ د شوتلو ګل تولید شوي شات کیلو په ۵۰۰ افغانۍ خرڅیږي.»
د بلخ شات تر ډېره د سیمې په بازارونو، د ښار مارکېټونو او کرنیزو نندارتونونو کې خرڅیږي. د شاتو یوتن روزونکی ذبیح الله وایي، چې د بلخ د کرنې ریاست د شاتو مچیو د وېش ترڅنګ دوی ته تخنیکي سلامشورې ورکوي، د نوي نسل د تولید، د آفتونو او ناروغیو د مخنیوي په موخه روزنیزې برنامې هم په لاره اچوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS