نیمروز کې د کرنیزو محصولاتو مدیرت د پروژې چارې په بشپړېدو دي

content_admin
Tue, Nov 17 2020 10:22 AM
نیمروز کې د کرنیزو محصولاتو مدیرت د پروژې چارې په بشپړېدو دي

۲۶ لړم ۱۳۹۹
د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت په مرکز او درې ولسوالیو «چخانسور، چهاربرجک او خاشرود» کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه د ۳۵ پروژو چارې روانې دي، چې رغنیزې چارې یې ۹۵ سلنه بشپړ شوي دي.
د نیمروز ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کروندګرو او بڼوالو ستونزو د را کمېدو په پار ۳۵ پروژې پلي کیږي، چې په دغو پروژو کې د پیازو ۱۵ زېرمتونونه او ۲۰ ممیزخونې جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې یې ۹۵سلنه بشپړ شوي دي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ددغو پروژو ټولیز لګښت ۱۴ میلیونه او ۹۵ زره او ۸۶۰ افغانۍ ده، چې لس سلنه یې برخمن شوي بزګران او ۹۰ سلنه یې دکرنې وزارت ورکوي.
د دغو پروژو په پلي کېدو سره به ددې ولایت د کروندګرو او بڼوالو د حاصلاتو د خرابېدو، خوسا کېدو او د ټیتې بیې پلور مخه ونیول شي تر څو له یوې خوا د کروندګرو حاصلات وساتل شي او لې بلې خوا د بازار مدیرت هم وشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS