لغمان کې پر نهه زره او۸۲۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

content_admin
Sat, Nov 14 2020 9:49 AM
لغمان کې پر نهه زره او۸۲۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

۲۲ لړم۱۳۹۹
 دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې لړۍ، کې د لغمان ولایت دمرکز په ګډون ددې ولايت د ولسوالیو  پرنهه زره او۸۲۰ بزګرانو ۴۹۱ مټريک ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي، چې د چتر لاندې سيمو د غنمو په حاصلاتو کی به د پام وړ زیاتوالي راشي.
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس محمدجميل خوشحال وایي، چې د۴۹۱ مټريک ټنه اصلاح شويو تخمونو له ډلې ۳۲۶ مټريک ټنه يې دکرنې وزارت، ۱۵۰ مټريک ټنه يې دملګرو ملتونو دخوړو ا کرنې ادارې (FAO) او۱۵ ټنه يې دخوړو نړيوال پروګرام (WFP) له خوا پر يادو بزګرانو وېشل کيږي.
تېرکال هم ددې ولايت پر اووه زره او ۲۰۰ بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخمون وېشل شوې وه چې ددې ولايت دغنمو دحاصلاتو په زياتوالي کې رغنده رول درلود.
ويل کيږي، چې اصلاح شويو تخمونو وېش، د ترچتر لاندې سيمو دغنمو حاصلات له ۲۰تر۳۰سلنه زياتوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS