هلمند کې د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسينو کمپاين پيل شو
![هلمند کې د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسينو کمپاين پيل شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-11/124170917_3789482197743019_6409876893779358901_o.jpg)
۱۹ لړم ۱۳۹۹
دهلمند ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا ددې ولايت دمالدارو کورنيو دملاتړ او د دوی دڅارويو د خونديتوب په موخه دڅارويو د طاعون او بروسلوز (حيواني محرقې) پر وړاندې دواکسينو کمپاين پيل کړی دی.
د هلمند دکرنې رييس زلمی الکو وايي، چې ددې کمپاين په لړ کې ۱۳۵ زره او۳۶۷ څاروي ديادو ناروغيو پر واړاندې واکسينيږي.
ښاغلی الکو وويل، چې ددې کمپاين په لړ کې به ۵۰زره کوچني څاروي او ۱۰زره لويو څارويو ته د بروسلوز او ۷۵زره او۳۶۷ څارویو ته د طاعون پروړاندې واکسين ورکول کيږي.،
زلمی الکو زیاته کړه، چې دواکسينو ياد کمپاين به د هلمند کوچي مېشتو سیمو ترڅنګ په مرکز لښکرګاه، ګرمسیر، ناوه، نادعلي ،مارجه، نهرسراج، نوزاد، موسی کلا، کجکي او سنګین ولسوالیو کې پلي کيږي.
ددې کمپاين په پلي کولو سره به د پي پي آر یا طاعون ناروغي، چې د شخوند وهونکو حیواناتو ترمنځ لیږدونکې ناروغي ده او همدارنګه د بروسلوز ناروغۍ چې، د بچي غورځونکي ناروغۍ په نوم پېژندل کیږي کچه راټیټه شي.