لغمان کې پر ۳۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
![لغمان کې پر ۳۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-10/122753794_3752663644758208_6127021842269501556_o_0.jpg)
۶ لړم ۱۳۹۹
د لغمان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام «WFP»په مالي او د «ACTED» موسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر ۳۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کمیاوي سرې وېشلي دي.
د لغمان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې پر دغو ۳۰۰ بزګرانو پر هر یوه بزګر ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو توره او ۱۰۰کیلو یوریا سره وېشل شوي دي.
دغه اصلاح شوي تخمونه په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د لوړوالي او د بزګرانو د ملاتړ په موخه وېشل شوي دي.