د ننګرهار د جلغوزې سږني حاصلات ۳۸ سلنه زیات شوي

content_admin
Tue, Oct 27 2020 1:55 PM
د ننګرهار د جلغوزې سږني حاصلات ۳۸ سلنه زیات شوي

۶ لړم ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د جلغوزیو د ځنګلونو تر ارزونې وروسته په روان کال کې د جلغوزیو د ۳۸سلنې زیاتوالي خبر ورکوي. د ننګرهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د جلغوزیو د ځنګلونو ارزونه ښیې، چې د جلغوزې سږني حاصلات به ۶۲۷ ټنه وي، چې د تېرکال په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښیي.. تېرکال ددې ولایت د جلغوزیو حاصلات ۴۵۵ ټنه وه.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې یاد ولایت څه باندې ۷۰ زره او ۵۹۴ هکټاره د جلغوزې، غوزانو او نورو مېوه لرونکو او بې مېوې طبیعي ځنګلونه لري، چې له دې ډلې ۱۶.۵ سلنه یې د جلغوزې په ونو پوښل شوي دي.
د ننګرهار د اتو ولسوالیو «حصارک، شېرزاد، خوګیانو، پچیراګام، ده بالا، کوټ، اچین او سپین غر» په څه باندې ۱۱ زره او ۶۰۹ هکټاره سیمه کې د جلغوزې طبیعي ځنګلونه شتون لري، چې د سیمې په ښکلا، هوا او د اقلیم په بدلون کې مثبت رول لري.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي  وایي، چې سږکال ددې ولایت د جلغوزیو حاصلات زیات شوي، چې ورسره به په دې ولایت کې د جلغوزیو په کاروبارد بوختو کسانو ژوند مثبت بدلون وکړي. دوی وایي، چې په دې وروستیو کلونو کې د جلغوزیو ښه مارکېت او لوړه بیه د خلکو په ژوند او د ځنګلونو په ساتنه کې مهم رول لوبولی دی.
دننګرهار ولایت د جلغوزې د تولید د سرچینو د پراختیا په پار د کرنې وزارت هلې ځلې ورځ تر بلې ډېریږي. د کرنې وزارت له خوا د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو بیارغول، د ځنګلولۍ ټولنې جوړول، کورني قوریې جوړول، د جلغوزیو د تولیدوونکو ټولنو پر ګروپونو د جلغوزیو د غوټو راشکولو بیاتي ګانې وېشل، چې دغه بیاتي ګانې ۲۰ سلنه د جلغوزیو د ضایعاتو مخه نیسي اود جلغوزیو د ځنګلونو د ساتنې په پار سلګونوکسانو ته روزنه ورکول هغه بنسټیزې چارې دي، چې د ننګرهار ولایت د جلغوزیو د ځنګلونو د ساتنې او د تولید د زیاتوالي په پار تر سره شوي دي.
جلغوزې، پسته او زعفران د افغانستان مهم صادراتي توکي دي او اوسمهال د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د جلغوزیو د اخیستو تقاضا شتون لري.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS