د ننګرهار د شولو معیاري پروسس او بسته بندی په پار هڅې

content_admin
Thu, Oct 08 2020 2:16 PM
ننګرهار
۱۷ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروګرام«SNaPP2» له خوا د ننګرهار د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو د خونې په همغږی په دې ولایت کې د شولو تولیدونکو او پروسس کوونکو ترمنځ ګډه غونډه جوړه شوې وه، چې موخه یې د بزګرانو او د پروسس کوونکو ترمنځ اړیکې ټینګول او کرنیزو قراردادونو لاسلیک ته لاره هوارول وه.
په دې غونډه کې د بزګرانو او پروسس کوونکو ترمنځ هوکړه لیکونو لاسلیک ته د زمینې برابرولو ترڅنګ د غونډې ګډونوالو ته د شولو ترېشرکولو، پاکولو، وچولو، زېرمه کولو او لېږد په برخه کې روزنه هم ورکړل شوه.
دغه هوکړه لیکونه د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې په موخه د شولې تولیدوونکو او د شولو پروسس او وریجو تولیدوونکو شرکتونو ترمنځ لاسلیک کیږي.
ټاکل شوې، چې د پروسس کوونکو او بزګرانو ترمنځ د ۱۳ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ۶۳۰ ټنه شولو قرارداد وشي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یادو هوکړه لیکونو موخه د پروسس د کمپنیو (میلونو) سره د تولیدوونکو نښلول دي تر څو له یوې خوا د تولیدوونکو محصولاتو ته بازار موندنه وشي او له بلې خوا پروسسکوونکو ته خام توکي برابر شي.
په دې غونډه کې، د شولو د پروسس، بیې او مارکېټ په اړه هم خبرې وشوې او د اوو ولسوالیو راغلو بزګرانو ته د میل د استازي له خوا دتېر په څېر د اصلاح شویو تخمونو او تخنیکي روزنې ژمنه وشوه.
د يادونې وړ ده چې، د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروګرام له خوا پر دغو بزګرانو د شولو اصلاح شوی تخم، سره او کاري توکي وېشل شوې او همدارنګه د شولو په کرودندو کې د مهارتونو په هکله بېلابېل روزنې هم دغو بزګرانو ته ورکړل شوي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS