د طبي بوټو د دودولو هڅې؛ فاریاب کې د الویرا طبي بوټي کرکېله ښه پایله ورکړې

content_admin
Sat, Sep 26 2020 3:30 PM
د طبي بوټو د دودولو هڅې؛ فاریاب کې د الویرا طبي بوټي کرکېله ښه پایله ورکړې
۱ تله ۱۳۹۹
د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دلومړي ځل لپاره په ازمایښتي ډول ددې ولایت د مرکز میمنې او ګرزیوان ولسوالۍ په شنوخونو کې د الویرا بوټي کرل شوې، چې پایله یې ډېر ښه او مثبت ارزول شوې ده.
د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالکبیر فرزام وایي، چې له دوو کلونو را په دې خوا د فاریاب په مرکز میمنې او ددې ولایت د کرزیوان په ولسوالۍ کې د الویرا بوټي د دودولو په پار دوه شنې خونې جوړې شوي دي، چې دمګړۍ یې پایلې مثبتې دي.
ښاغلی فرزام وایي، د الویرا بوټي ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د الویرا کرکېله دود کړي، چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.
په همدې حال کې د فاریاب ولایت هغه کروندګر چې د یاد ولایت د کرنې ریاست له خوا ورته شنې خونې جوړې شوي او په شنوخونو کې د الویرا بوټي ورته کرل شوي دي خوښ دي او له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.
د فاریاب ولایت د مرکز میمنې د تکلي خانې د کلي اوسیدونکې حبیبې ته دکرنې وزارت له خوا شنه خونه جوړه شوې او د الویرا بوټي د کرکېلي په برخه کې روزل شوې، حبیبه وایي: «درې کاله کیږي، چې دکرنې وزارت له خوا را ته شنه خونه جوړه شوې ده. مخکې مې په کې بادرنګ، رومیان او دېته ورته نور سابه کرل، خو وروسته بیا د کرنې وزارت له خوا راته زما په شنه خونه کې د الویرا بوتي کېنول شول، چې اوس یې له حاصل څخه خوښ یم او د ګټې وټې زمینه یې راته برابره کړې ده.»
حبیبه زیاته کړه: «د کرنې له وزارت څخه مننه کوم، چې ددې ولایت مېرمنو لپاره شنې خونې جوړوي تر څو له دې لارې د خپلو کورنیو یوشمېر ستونزې هوارې کړي.» حبیبې وویل، چې خاوند یې تقاد شوی دی، او د کور لګښتونه او د خپلو ماشومانو د زده کړې پیسې له همدې شنې خونې تر لاسه کوي.
حبیبه د کرنې له وزارته غواړي، چې هغې ته یوه بله شنه خونه هم جوړ کړي، چې په کې یوازې د الویرا کرکېله وکړي. د حبیبې خاوند حاجي عبدالعزیز وایي، چې په فاریاب کې د الویرا پېر او پلور ډېرښه ده. عبدالعزیز وویل: «زه الویرا په بازار کې پر دوکاندارانو خرڅوم او هغوی یې په خلکو خرڅوي او ډېر ښه بازار لري. تر اوسه زما مېرمن له دې شنې خونې ۷۵ زره افغانۍ تر لاسه کړې ده.»
الویرا یو طبي بوټی دی، چې د پوستکي په ښایست، د خولې او معدې ناروغۍ په درملنه، د بدن د مسمومتیا په مخنیوي او د ویښتانو د روغتیا په ساتنه کې ترې استفاده کیږي.
د فاریاب دکرنې رییس وایي د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د الویرا ترڅنګ ګڼ شمېر نور ارزښت لرونکي بوټې هم په دې ولایت کې دود کړي، ترڅو د کوکنارو د کرکيلې مخه ونیول شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS