د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

mail-admin
Sun, Mar 29 2026 12:26 PM
د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو د جوړولو په موخه پر ۵۳ بڼوالو د ګیلاس او شفتالو نیالګي ووېشل.
ددې پروسې په ترڅ کې پر هر بڼوال ۷۸ د ګیلاس او ۵۴ د شفتالو نیالګي وېشل شوي او ترڅنګ یې دوی ته د شفتالو او ګیلاسو نیالګیو کېنولو، خړوبولو او روزنې په برخه کې لازمې سپارښتنې هم شوي دي. 
د مسؤلینو په وینا، د دغو بڼونو جوړول به د شفتالو او ګیلاسو د بڼونو د معیاري او منظم جوړولو، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د عوایدو د لوړوالي او په سیمه کې د بڼوالۍ د ودې لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې د بزګرانو ملاتړ ته به دوام ورکړي او د پایدارې کرنې او بڼوالۍ د پراختیا لپاره به عملي ګامونه پورته کوي، تر څو بزګران وکولای شي له نوې ټکنالوژۍ او معیاري بڼوالۍ څخه ښه اقتصادي ګټه پورته کړي.

در ولسوالی جغتو ولایت میدان وردک برای ایجاد باغ‌های شفتالو و گیلاس، نهال‌ها به باغداران توزیع شد
۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت میدان وردک، با همکاری مؤسسه افغان صلح‌ساز، در ولسوالی جغتو و در چندین روستا، به منظور ایجاد باغ‌های شفتالو و گیلاس، نهال‌هایی را بین ۵۳ باغدار توزیع کرد.
در این روند، به هر باغدار ۷۸ نهال گیلاس و ۵۴ نهال شفتالو تحویل داده شد و همچنین توصیه‌های لازم در زمینه کاشت، آبیاری و پرورش این نهال‌ها ارائه گردید.
به گفته مسئولان، ایجاد این باغ‌ها نقش مؤثری در ساخت باغ‌های منظم و استاندارد شفتالو و گیلاس، افزایش تولیدات زراعتی، ارتقای درآمد باغداران و توسعه باغ‌داری در منطقه خواهد داشت.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت میدان وردک تأکید می‌کند که حمایت از باغداران ادامه خواهد یافت و برای توسعه کشاورزی پایدار و باغ‌داری عملی گام خواهد برداشت، تا باغداران بتوانند از تکنولوژی‌های نوین و باغ‌داری استاندارد بهره اقتصادی بهتری کسب کنند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS