د لغمان مهترلام کې د غنمو ننداریزو کروندو څخه د کرنې وزارت د چارواکو لیدنه

qiam_amin
Sun, Feb 01 2026 2:08 PM
د لغمان مهترلام کې د غنمو ننداریزو کروندو څخه د کرنې وزارت د چارواکو لیدنه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د غنمو د ننداریزو کروندو د تطبیق د بهیر د ارزونې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس او د څارنې او ارزونې رییس له خپلې مل پلاوي سره یو ځای د لغمان ولایت د مرکز مهترلام له کلیو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال، مسؤلینو د ننداریزو کروندو له مستفیدینو سره مرکې ترسره کړې او د پروژې د تطبیق له سیمو څخه یې له نږدې کتنه وکړه. یادې ننداریزې کروندې د اسلامي امارت له بودجې څخه د بزګرانو د تشویق او هڅونې او د نوو کرنیزو طریقو د ترویج په موخه تطبیق شوې دي.

د کرنې وزارت چارواکو ټینګار وکړ، چې د دغو ننداریزو کروندو د سم تطبیق له لارې به دبزګران د غنمو د کرلو او مدیریت له نوو میتودونو سره بلد شي، چې دا به د حاصلاتو د زیاتوالي او د هغوی د عوایدو د ښه والي لامل شي.

همدارنګه د تولید په زیاتېدو سره به د بزګرانو اضافي محصولات کورنیو بازارونو ته وړاندې شي او د سیمې د خلکو لپاره به غنمو ته د ښه لاسرسي زمینه برابره شي، چې په پایله کې به د خوړو امنیت پیاوړی او د کورنیو د معیشتي وضعیت د ښه والي لامل وګرځي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS