خوست کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شوي دي

content_admin
Sat, Jan 18 2020 1:02 PM
خوست کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شوي دي

۲۶ مرغومي ۱۳۹۸
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي، په همدې موخه ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو « موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده» کې ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شوي دي.
د خوست د کرنې رییس حفيظ الله شاه نوري وویل، چې ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیاروغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو کې، چې په کې د موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده ولسوالۍ شامل دي ۳۶۰ بزګرانو ته د جلغوزې او چهارمغزو کورني قوریې جوړې شوي دي. ښاغلی نوري وایي، چې په یادو ولسوالیو کې د جلغوزې او چهارمغزو د دوه میلیونه او ۱۶۰ زره نیالګیو د تولید په پار ۳۶۰ بزګرانو ته داسې قوریې جوړې شوي دي، چې هر یوه قوریه یې د شپږ زره نیالګیو د تولید وړتیا لري او دوه زره او ۷۰۰ هکټاره ځمکه به پر ځنګل وپوښل شي.
د خوست د کرنې رییس حفيظ الله شاه نوري وایي، چې ددې پروژې له لارې په یادو ولسوالیو کې د ځنګوالۍ ۳۶ ټولنې هم جوړې شوي دي.
ددې پروژې ټولیز لګښت ۱۴.۵ میلیونه افغانۍ ده، چې په ترڅ کې یې هر قوریه دار ته د جلغوزې دوه کیلو تخم او د چهارمغزو ۳۰ کیلو تخمونه، بېلچې، د خېشاوې توکي، اب پاش، دواپاش، څلور اوسپنیز تونلونه، ۲۵ کیلو ګرامه سپېنې او تورې سرې ورکول شوي دي.
د خوست د کرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په لومړی پړاو کې خلکوته عامه پوهاوی، دویم پړاو کې روزنیز پروګرامونه او درېیم پړاو کې د بزګرانو ۲۰ سیمه ییز ښوونځي جوړول شامل و چې بشپړ شوي دي. ټاکل شوې، چې ددې پروژې له لارې تر درې کلونو پروې قوریه لرونکو سره تخنیکي مرستې وشي ترڅو د دوی نیالګي تر ځنګل پورې ورسیږي.
خوست د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغولو په پار هلې ځلې کوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS