ننګرهار کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د چرګانو د دانې تولیدي فابریکه فعالیت پیل کړ

qiam_amin
Sat, Jan 24 2026 10:53 AM
ننګرهار کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د چرګانو د دانې تولیدي فابریکه فعالیت پیل کړ

۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق                                                       

د ننګرهار ولایت، د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د یو افغان پانګوال، ډاکتر عظیم‌الله میاخېل له لوري د شل میلیونه افغانیو په لګښت د «عجوه» په نوم د چرګانو د دانې د تولید یوه لویه فابریکه تازه فعالیت پیل کړ.

د یادې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو د روغتیا آمر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي، د خصوصي سکتور د بېلابېلو برخو مسؤلینو او یو شمېر پانګوالو ګډون کړی و.

د فابریکې مسؤل ډاکتر عظیم‌الله میاخېل د پرانیستې پر مهال د فابریکې د بېلابېلو څانګو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۴۰ ټنه چرګانو د دانې د تولید وړتیا لري. نوموړي زیاته کړه، چې د فابریکې ډېری خام مواد له کورنیو تولیداتو څخه برابرېږي.

په همدې حال کې د ننګرهار دکرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو د روغتیا آمر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي د یادې فابریکې د پرانیستې هرکلی وکړ او دا یې د چرګانو د سکتور د پیاوړتیا او ځان‌بسیاینې په برخه کې یو مهم او ګټور ګام وباله. هغه د فابریکې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د دانې کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د کرنې وزارت له لوري د ټاکل شویو معیارونو مطابق تولیدات بازار ته وړاندې کړي.

ورپسې د پولټري ډاکترانو د اتحادیې رییس ډاکتر حسیب‌الله تره‌کي هم خبرې وکړې او د چرګانو د ناروغیو د تشخیص او مخنیوي په برخه کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په دې فابریکه کې سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې، چې دا چاره به د اقتصادي ودې او د کارموندنې په برخه کې هم مهم رول ولوبوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS