د هلمند سنګین کې بڼوالو ته د ژمي د یوریا سپرې په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

user-admin
Sat, Dec 20 2025 12:04 PM
د هلمند سنګین کې بڼوالو ته د ژمي د یوریا سپرې په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو


۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې او قرنطین لوی مدیریت له لوري په سنګین ولسوالی کې د ژمي په موسم کې د یوریا سپرې د سم تطبیق په موخه یو هر اړخیز عملي او نظري روزنیز پروګرام ترسره شو، چې موخه یې د بڼوالو د مسلکي پوهې لوړول او د حاصلاتو زیاتوالی و.
یاد روزنیز پروګرام د هلمند د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین لوی مدیریت کارکوونکو له لوري، د سنګین ولسوالی د کرنې مسوول فضلي په همکارۍ، د لوی باغ په ساحه کې عملي شو. په دې پروګرام کې بڼوالو ته د ژمي په موسم کې د یوریا سپرې د استعمال ګټې، مناسب وخت، سمه طریقه او اغېزې په تفصیل سره تشریح شوې او په عملي ډول ورته وښودل شوې.
همداراز، ګډونوالو ته د بڼ د ساتنې، د ونو د قوي ودې، د نباتي ناروغیو د مخنیوي او د حاصلاتو د لوړولو په برخه کې مهم تخنیکي معلومات وړاندې شول، تر څو د کرنې په چارو کې د بڼوالو عملي پوهه نوره هم پیاوړې او د باغدارۍ تولیدات معیاري شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS