خوست کې د نباتي ناروغیو او افتونو پر ضد د مبارزې کمپاین پیل شو
![خوست کې د نباتي ناروغیو او افتونو پر ضد د مبارزې کمپاین پیل شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-01/81464035_2952055844818996_7329300251116830720_o.jpg)
۱۴ مرغومي ۱۳۹۸
د خوست ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ په دې ولایت کې د نباتي ناروغیو او افتونو پر ضد د هر اړخیزې مبارزې کمپاین پیل کړئ دی.
په دې کمپاین کې د فني کارکوونکو له خوا بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل کېږي.
پر دې سربېره بزګرانو ته د ترکیبي درملو د جوړولو لارې چارې هم ښودل کیږي.
د ترکیبي درملو له کارولو سره د ونو مضرې حشرې، د ونو پر تنو ځالګي او بېلابېل ناروغۍ له منځه ځي، چې په پایله کې ونې او ښاخونه ښه وده کولی شي او دا چار د ونو پر حاصلاتو هم مثبته اغېزه کوي.
دکرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او دا ور دزه کړي چې د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي، چې دا چاره هم له صحي او هم له اقتصادي پلوه ګټور تمامېږي.