د پنبې حاصلات نږدې ۲۱ سلنه زیاته شوې

content_admin
Thu, Jan 02 2020 1:24 PM
 د پنبې حاصلات نږدې ۲۱ سلنه زیاته شوې

۱۲ مرغومي ۱۳۹۸
د هېواد ۱۷ ولایتونو څخه د کرنې وزارت راټول کړل شوي شمېري ښیي، چې د تېر کال په پرتله روان کال د پنبې (مالوچو) حاصلاتو نږدې ۲۱ سلنه زیاته شوې ده.
تېر کال دافغانستان د پنبې د تولید کچه ۵۷ زره او ۴۵۰ ټنه وه، په داسې حال کې چې روان کال ۷۳ زره او ۱۱۹ ټنو ته رسېدلې ده.
سږکال د هېواد د ۱۷ ولایتونو په ۴۹ زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې وه. په داسې حال کې چې په ۱۳۹۷ یم کال کې د پنبې کروندې ۳۹ زره او ۴۹۶ هکټاره وه.
د شمېرو له مخې د بلخ ولایت په روان کال کې د پنبې د ۱۹ زره او ۵۰۰ هکټاره کروندو په درلودو سره ۳۵ زره او ۱۰۰ ټنه تولید درلود او د پنبې د تولیدوونکو ولایتونو په منځ کې لومړی ځای خپل کړئ دی. له بلخ وروسته، هلمند د پنبې د ۱۵ زره او ۹۱۰ هکټاره کروندو او ۱۵ زره او ۹۱۰ ټنه تولید سره دویم، کندز د پنبې د درې زره او ۸۰۰ هکټاره کروندو او اووه زره او ۴۰۰ ټنه تولید سره درېیم، ننګرهار د درې زره او ۴۰ هکټاره کروندو او څلور زره او ۸۰۳ ټنه تولید سره څلورم او د بغلان ولایت د پنبې د یو زر او ۶۵۰ هکټاره کروندو څخه د درې زره او ۳۰۰ ټنو په تولید سره پنځم ځای لري.
په هېواد کې د پنبې د کچې په زیاتوالي کې، د پروخت ورښتونو او مناسبه اب او هوا ترڅنګ، د کرنې وزارت تخنیکي او ترویجي مرستې او سلا مشورې هم اغېزناک تمام شوي دي. په روان کال کې د کرنې وزارت د هرات، سرپل، کندز، بادغیس، فراه، بلخ، تخار، سمنګان، فاریاب، جوزجان، بغلان، کاپیسا، کندهار او هلمند ولایتونو کې د پنبې ۲۰۶ ننداریزې کروندې جوړې کړي دي، چې د حاصل د ودې، د کرکېلي د نویو لارو چارو د دودولو او د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دی.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS