دکابل خاکجبار ولسوالی کې ۵۱ اړمنو کورنیو ته ۱۵۳۰ چرګان او د چرګانو خوراکي توکي ووېشل شول

mail-admin
Thu, Oct 16 2025 9:08 AM
دکابل خاکجبار ولسوالی کې ۵۱ اړمنو کورنیو ته ۱۵۳۰ چرګان او د چرګانو خوراکي توکي ووېشل شول

د افغانستان لپاره د کلیو بیاودانولو ادارې «آر.آر.اې.اې» د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «په افغانستان کې د اغېزمنو ټولنو د هوساینې او پیاوړتیا”» پروژې په چوکاټ کې، په خاکجبار ولسوالی کې ۵۱ اړمنو کورنیو ته د ۱۵۳۰ چرګانو ترڅنګ د هغوی خوراکي توکي هم وویشل.
یاده پروژه د ډنمارک د کډوالو شورا«ډي.ار.سي» له لوري تمویل شوې او د کابل ولایت په خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې عملي کېږي.
د پروژې د پلان له مخې، دغه مرسته د شنبې په ورځ په سروبي ولسوالی کې ترسره شوه، چې پر مهال یې هرې مستحقې کورنۍ ته ۲۷ چرګې، ۳ چرګان، ۱۵۰ کیلوګرامه دانه، ۱۰۰ ګرامه ملټي ویټامین او ۱۰۰ ګرامه انټي‌بیوټیک ووېشل شول.
د افغانستان لپاره د کلیو بیاودانولو ادارې «آر.آر.اې.اې» چارواکي وایي، چې د دغو مرستو موخه د کلیوالو ښځو د معیشت پیاوړتیا، د کورني مالدارۍ د سیستم ملاتړ او د اقتصادي ځان بسیاینې د فرصتونو رامنځته کول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS