د پکتیا دکرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې له چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

mail-admin
Thu, Aug 07 2025 10:27 AM
د پکتیا دکرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې له چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف،اې،او» د زون مسئول انجینر بسم الله بسمیل او ورسره مل پلاوي د کرنې رياست له رییس مولوي سید امین هاشمي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو، همداراز د یادې مؤسسې د زون د مسؤل انجنیر بسمیل له مولوي هاشمي سره د خپلو راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل.
د پکتیا دکرنې رییس مولوي سید امین هاشمي  په خپلو خبرو کې د يادې مؤسسې له مسولينو سره د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ د يادې مؤسسې له مسئولينو وغوښتل، چې خپلې چارې د کرنې رياست سره په همغږۍ په پوره شفافيت سرته ورسوي، نوموړي همداراز وويل، چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د کرنې په برخه کی سهولتونه هم رامنځته کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS